په رسنیو محدودیت؛ طالبانو د رسنیو د ملاتړو ادارو جوازونه لغوه کړي، د خبریالانو ټولنو دا پرېکړه غندلې ده

د «افغانستان د خبریالانو مرکز» وايي چې د طالبانو حکومت د خبریالانو د شاوخوا لسو ملاتړو ټولنو او بنسټونو جوازونه لغوه کړي او فعالیتونه یې بند کړي دي.

دغه مرکز په یوې اعلامیې کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د دغو بنسټونو «د جوازونو لغوه کول، د ټولیزو رسنیو قانون او د رسنیو د ازادۍ د بنسټيزو اصولو خلاف بولي او په کلکه یې غندي».

د طالبانو حکومت چارواکي ادعا کوي چې دا بنسټونه یې د دې لپاره تړلي چې «شمېر یې زیات و او د مسؤولینو مسلکيتوب د خبریالانو او رسنیو د ستونزو د حل پر ځای هغوی ته لا ډېرې ستونزې زېږولي وې او په نړیواله کچه یې د افغانستان د رسنیزو نهادونو باور ته زیان» رسولی و.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خپل ایکس حساب کې دا وضاحت نه دی ورکړی چې دغو بنسټونو څنګه د افغانستان د رسنیو ټولنو «باور زیانمن» کړی و. د ټولنو نومونه هم نه دي څرګند شوي.

په همدې حال کې د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوې اعلامیې کې د یو تړل شوي بنسټ د مسئول له خولې لیکلي دي چې طالبانو د هغه د بنسټ په اړه هېڅ ارزونه نه ده کړې او د جواز د لغوه کېدو موضوع یې هم د یو لیک له لارې ورته استولې ده «او د واکمنې ادارې موخه دا ده چې هر څه تر خپل کنټرول لاندې» راولي.

د خبریالانو دغه مرکز وايي چې ټول تړل شو بنسټونه او ادارې هغه دي، چې د طالبانو تر راتګ مخکې یې په «اسلامي جمهوریت» کې د کار جوازونه اخیستي وو. طالبانو دا مهال یوازې د خبریالانو د دریو ملاتړو ټولنو جوازونه بیا تمدید کړي او د کار اجازه یې ورکړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز«دغه اقدام د واکمنې ادارې له لوري د بیان ازادۍ او رسنیزې ازادۍ د ځپلو ترڅنګ د انحصار او یوغږیز سیاست دوام بولي او د پایلو په تړاو یې خبرداری» ورکوي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واکمن شول او له هغه راوروسته یې په رسنیو، رسنیزو ادارو او خبریالانو باندې کلک بندیزونه لګولي دي.