د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې په رسنیو او بیان په ازادۍ محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي، په تازه اقدام کې د طالبانو حکومت د ارزګان په ولایت کې هم په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو په خپرولو بندیز لګولی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوې تازه اعلامیې کې ویلي چې ارزګان د افغانستان ۲۴م ولایت شو چې د طالبانو له لوري په کې دا ډول بندیز عملي کېږي.
په اعلامیې کې ویل شوي چې په دغه ولایت کې د ملي تلویزون نشرات د راډیويي خپرونو بڼه خپله کړې، په تلویزون کې غږ خپرېږي خو تصویرونه نه شته.
اعلامیې ویلي چې په ارزګان کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې رسنیو ته «امر کړی چې د انځورونو له اخیستلو او خپرولو څخه ډډه» وکړي او که چا د طالبانو له دغه قانون څخه «سرغړونه وکړي... قانوني چلند به ورسره وشي.»
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې یاد بندیز د هغو نورو ځایي رسنیو په کار «هم ژور اغېز کړی، چې په مجازي فضا کې فعالیت لري. په ارزګان کې دا مهال د «پیوستون، شمع، سلام ارزګان، تړون او تعلیمالاسلام راډیوګانې» فعالیت لري. طالبانو ځایي خبریالانو ته هم خبرداری ورکړی چې «باید انځورونه وانه خلي او ویډیویي مرکې» ونه کړي.
په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته دغې ډلې په رسنیو او د بیان په ازادۍ کلک محدودیتونه ولګول. په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو بندیز تېرکال پیل شوی، چې د افغانستان د خبریالانو د مرکز په وینا « تر دې دمه په ارزګان کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندوز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر، لغمان، سرپل، بلخ، هرات او پکتیا» تطبیق شوی.
دغه مرکز د طالبانو دا پرېکړه د «بیان ازادۍ او ازادو رسنیو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې» بولي او له «واکمنې ادارې غواړي چې په دې پرېکړه له سره غور وکړي او د دې بندیز په لغو کولو سره، رسنیو ته د وېرې پرته او د آزاد فعالیت فضا برابره» کړي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر بیا رسېدلو وړاندې په دغه هېواد کې ۸۴۰۰ رسنیو فعالیت درلود، خو د بې پولې خبریالانو اداره وايي چې د یو راپور په اساس، په تېرو څه باندې دریو کلنو کې د طالبانو په واکمنۍ کې د دغو رسنیو تر تقریبآ نیمايي بندې شوې او په زرګونو خبریالان په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
فورم \ دبحث خونه