د لاس رسي وړ اتصالات

د بې پولې خبریالانو سازمان: طالبانو د افغانستان د ژورنالیزم غږ غلی کړی


د بې پولې خبریالانو سازمان پخپل یوه تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې طالبانو تر واکمنۍ لاندې، رسنۍ او د رسنیو کارکوونکي تر سخت فشار لاندی دی.

په دې راپور کې چې د سه شنبې په ورځ (د ډسمبر نهمه) خپور شوی، راغلي چې "د طالبانو د رهبر هبت الله اخوندزاده تر واکمنۍ لاندې، د نه ختمېدونکي سانسور له امله افغان ژورنالیزم غږ په ستوني کې بند شوی".

راپور زیاتوي، له هغې وروسته چې "طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک بېرته ترلاسه کړی، تر ۱۶۵ ډېر رسنیز کارکوونکي نیول شوي دي — چې ۲۵ یې په ۲۰۲۵ کال کې نیول شوي دي".

د راپور په اساس، د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۲۳، د رسنیو درې کارکوونکي په کابل کې ونیول شول او توقیف شول.

راپور وایي: "له دوی څخه دوه تنه، ابوذر سارم سرپلي، د توانا خبري اژانس مشر او د ژورنالیستانو او رسنیو سازمانونو فدراسیون رئیس، او شکیب نظري، د جاپاني چینل نیپون ټلویزیون (NTV) خبریال، په ویډیوګانو کې جبري اعترافونو ته اړ شوي وو چې بیا په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول."

د بې پولې خبریالانو د سازمان په راپور کې راغلي چې د افکا نیوز خبریال مهدي انصاري، چې د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې د استخباراتو د عمومي رياست (GDI) لخوا د "اسلامي امارت پر ضد د تبلیغ" په تور ونیول شو او د یو نیم کال بند ورته واورول شو، "هم اعتراف کولو ته اړ کړل شو، چې (ویدیو یې) بیا په فیسبوک کې خپره شوه".

د دې راپور په اساس، هغه ژورنالیستان چې جلاوطنۍ ته اړ شوي، د هغو هیوادونو لخوا یې د ویزو ردېدل مخ په زیاتېدو دي چې د پناه غوښتنې لپاره ورځي.

د بې پولې خبریالانو سازمان یوخل بیا ویلي چې پاکستان په روان ۲۰۲۵ کال کې ۲۰ هغه افغان خبریالان بېرته افغانستان ته شړلي، چې د طالبانو له ویرې پاکستان ته تښتېدلي وو.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، زرګونه خبریالان د طالبانو له ویرې وتښتېدل او وايي چې په افغانستان کې یې ژوند په خطر کې دی.

د بې پولې خبریالانو د سازمان د معلوماتو له مخې، د طالبانو د بندیزونو په اساس، په افغانستان کې ۴۳ سلنه رسنیو کار بند کړی او زرګونه خبریالانو یا دندې پرېښې او یا یې له لاسه ورکړې دي. همدارنګه ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

دې سازمان پخپل نوي راپور کې، ۲۰۲۵ په نړۍ کې خبریالانو لپاره خونړی کال بللی دی. په راپور کې راغلي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۶۷ خبریالان وژل شوي، ۵۰۳خبریالان زنداني شوي، ۲۰ خبریالان برمته شوي او ۱۳۵ خبریالان تریتم دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG