د طالبانو مشر بین الافغاني مذاکراتو ته شل کسیز پلاوی ټاکلی- راپور

د طالبانو استازي

په قطر کې د طالبانو یو جګپوړی مرکچي شیر محمد عباس ستانکزی وايي چې د دغې ډلې مشر هبت الله آخندزاده د راروانو بین الافغاني مذاکراتو لپاره د خپل پلاوي د غړو نومونه تائید کړي دي.

د اسوشېټډ خبري اژانس د ښاغلي ستانکزي له خولې لیکلې دي چې په ټیم کې ټول ۲۰ کسه شته چې ۱۳ تنه یې د طالبانو د «رهبریت او تصمیم نیونې» غړي دي.

ستانکزي ویلي چې مرکچیان د افغان حکومت له سیاسي رهبرۍ سره د اجنډا د ټاکلو، په تګلارو د پرېکړې او آن د تړونونو د امضا کولو واک لري.

ښاغلي‌ ستانکزي زیاته کړې چې "دا یو غښتلی ټیم دی...د تصمیم نیونې ټول قدرتونه د مذاکراتو له ټیم سره دي."

ښاغلي ستانکزي ويلي چې طالبان مذاکراتو ته چمتو دي او اوس امریکا باید "بله غاړه هم وهڅوي چې خپلې پلمې ختمې کړې، بندیان پرېږدي او هر څومره ژر چې امکان وي، د خبرو میز ته دې راشي. "

ټاکل شوې وه بین الافغاني مذاکرات د اګست په ۲۰مه پیل شوې واي خو دا بهیر تر یوې نامعلومې نېټې پورې وځنډېد.

په پام کې ده چې ددغو مذاکراتو په ترڅ کې د افغانستان د جګړې داخلي لوري د دوامداره اوربند، اساسي قانون کې د تعدیل، د طالب وسله والو د ادغام، د جنګسالارانو د ملېشو او ځینو نورو مسایلو په اړه بحث وکړي.


امریکا له طالبانو سره د فبرورۍ په میاشت کې په قطر کې د سولې تړون لاسلیک کړ. د تړون له مخې افغان حکومت به د طالبانو ۵۰۰۰ او طالبان به ۱۰۰۰ افغان حکومتي سرتېري خوشې کوي او بیا به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي.