د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د ملا برادر په مشرۍ یو پلاوي پاکستان ته تللی


څو ورځې وروسته تر هغه چې پاکستان اعلان وکړ د ملا برادر په ګډون پر طالب مشرانو د امنیت شورا بندیزونه عملي کوي، د همدغه ملا بردار په مشرۍ یو پلاوی اسلام اباد ته ولاړ.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېره ورځ اګست۲۳ (وږې۲) په خپل ټویټر ولیکل چې د طالبانو سیاسي مرستیال او د دغه ډلې د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پاکستان په بلنه هغه هیواد ته روان شوی دی.

د پاکستان حکومت تر دامهاله په رسمي ډول هغه هیواد ته د ملا برادر سفر تائید او یا هم رد کړی نه دی، خو یو شمېر رسنیو د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ملا برادر د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي په بلنه پر افغان سولې د بحث لپاره هغه هیواد ته دعوت شوی دی.

سهیل شاهین هم ویلي چې ملا عبدالغني برادر به پر "وروستیو جریاناتو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ولسي تګ راتګ او تجارت د اسانتیاوو برابرولو او نورو اړوند موضوعاتو" له پاکستاني چارواکو سره په خبرې وکړي.

ښاغلي شاهین زیاته کړې چې د کرونا ویروس خپرېدو د طالب استازو سفرونه له ځنډ سره مخامخ کړي وو چې په وینا یې په نژدې راتلونکې به طالب استازي نورو هیوادونو ته هم سفرونه وکړي.

پر طالب مشران بندیز

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر ویب پاڼه تېره اونۍ یوه اعلامیه خپره شوه چې پکې د افغان طالبانو د ځینو مشرانو په ګډون د نورو وسله والو ډلو پر مشرانو هم د ملګرو ملتونو د تعزیراتو کمېټې د بندیزونو پر وضعه کېدلو باندې ټینګار شوی و.

د پاکستان لخوا د وسله والو ډلو پر مشرانو د بندیزونو په نوملړ کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د مشر مرستیال سراج الدین حقاني او د حقاني د کورنۍ نور غړي هم شامل دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: "فدرال حکومت خوښ دی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعزیراتو کمېټې پرېکړه په بشپړ ډول پلې شي."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعزیراتو کمېټې د پرېکړې له مخې د دغه کسانو پر سفر او وسلو ګرځولو د بندیز سربېره ټوله دارايي هم کنګل کېدایشي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین اسوشیټد پرس خبري اژانس ته ویلي چې که څه هم دغه بندیزونه له ډېره وخته پر طالب مشرانو لګېدلي دي، خو زیاته کړې ده که په جدیدت سره پلي شي او په ځانګړي ډول پر سفرونه محدودیتونه وضعه شي د افغانستان د سولې بهیر به ستونزو سره مخ کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم تېره ورځ وویل چې په دې اړه یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه تر لاسه کړې چې په وینا یې وروسته به دې اړه خپل موقف څرګند کړي.

XS
SM
MD
LG