طالبانو د امریکا د سمندري ځواکونو لخوا د افغان ماشوم په 'تښتولو' نیوکه کړې ده 

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د هغو راپورونو په اړه توند غبرګون ښودلی چې د امریکا د پوځ یو افسر له یوې افغانې جوړې څخه چې امریکا ته کډوال شوي، یو ماشوم په زوره اخیستی دی.

دغه افغان میړه او ښځې تیره میاشت د سمندري ځواکونو مدافع وکیل جګړن جوشوا ماسټ او د هغه د میرمنې پر وړاندې په فدرالي محکمه کې دعوی ثبت کړې او هغوی یې د خپلې ماشومې نجلۍ په تښتولو تورن کړي دي. ماسټ دا تورونه رد کړي او استدلال کوي چې هغه او د هغه میرمن ددغه ماشومې قانوني ساتونکي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۳ (لړم اوله نیټه) وویل چې «دوی دا قضیه د اندیښنې وړ، له انساني کرامت څخه لرې او یو غیر انساني عمل ګڼي او دا موضوع به له امریکايي چارواکو سره په جدي توګه تعقیب کړي تر څو دغه ماشوم خپلوانو ته وسپارل شي.»

دغه ماشومه چې اوس درې نیم کلنه ده، دوه کاله وړاندې په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د پوځ د یو برید وروسته په داسې حال کې له خټو او خځلو څخه ژغورل شوې وه چې مور او پلار او پنځه خویندې یې وژل شوي وو.

هغه تیر کال له افغانستان څخه د متحده ایالاتو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د جنجالي تخلیې پرمهال د لسګونو زره افغانانو سره یوځای د جوشوا ماسټ لخوا واشنګټن ته د انتقال وروسته د متحده ایالاتو په نظامي روغتون کې د څو میاشتو تیرولو وروسته د خپل تره د زوی او د هغه د میرمن سره ژوند کاوه.

د محکمې ثبت شوي اسناد ښیي، ماسټ چې د سمندري ځواکونو فعاله منصبدار دی، دغه ماشوم یې ددغه جوړې څخه پنځه ورځې وروسته له هغه چې دوی متحده ایالاتو ته ورسیدل اخیستی و او د هغه وخت راهیسې دغې افغانې جوړې دغه ماشومه نده لیدلې.

د محکمې د اسنادو له مخې د سمندري ځواکونو منصبدار او د هغه میرمن دغه ماشومه د ویرجینیا په محکمه کې په فرزندۍ قبوله کړې وه.

افغانې میرمنې، د نوم د نه ښودلو په شرط اسوشیتید پریس ته وویل، «وروسته له هغه چې دوی هغه ورڅخه واخیستله، زموږ اوښکې هیڅکله نه دریږي،». هغې زیاته کړه: "اوس، موږ صرف د مړو په څیر یو. زموږ زړونه مات شوي. موږ له هغې پرته راتلونکې نلرو. خواړه خوند نه راکوي او خوب موږ ته آرام نه راکوي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو د ډله ییزې ایستلو په اړه خپله نیوکه یو ځل بیا تکرار کړه او وویل چې دوی د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو لخوا په "نا مناسبه توګه" له هیواد څخه ایستل شوي دي. همدا شان ادعا کوي چې ډیر ایستل شوي کسان "اوس په مختلفو کمپونو کې د قانوني محدودیت په حالت کې ساتل کیږي او له اساسي بشري حقونو څخه بې برخې دي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې له کوربه هېوادونو غوښتنه شوې چې د نړیوالو قوانینو او قونسلي خدماتو له لارې د افغان کډوالو د بشري او قانوني حقونو ساتنه وکړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې هغه وخت د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ کله چې په کابل کې حکومت چې امریکا یې ملاتړ کاوه ړنګ شو، او بهرني ځواکونه د اسلامپالو یاغیانو سره له نږدې شل کلنې جګړې وروسته ووتل.


د طالبانو له واکمن کیدو وروسته متحده ایالاتو او نورو لویدیځو متحدینو یې هغه افغانان د یوې جنجالي تخلیې په ترڅ کې وایستل چې د نړیوالو ځواکونو سره یې کار کړی و او د غچ اخیستنې له امله یې ویره درلودله. یوازې متحده ایالاتو څه دپاسه ۱۲۰زره کسان خوندي ځایونو ته لیږدولي دي.

ډیر تخلیه شوي کسان په متحده ایالاتو کې د بیا میشت کیدو د بهیر د تیرولو لپاره دریمګړو هیوادونو ته لیږدول شوي، خو دوی لاهم ندي میشت شوي او د راپورونو له مخې د کورونو د موندلو او همدارنګه ښوونځي ته د خپلو ماشومانو په لیږلو کې له ننګونو سره مخ دي.

تر اوسه هیڅ هیواد د طالبانو د حکومت مشروعیت په رسمی توګه نه دی پیژندلی ځکه چې هغوی د تروریزم او د بشری حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه اندیښنې لري.

د طالبانو افراطي ډلې پر ښځو محدودیتونه لګولي، زده کړو او کار ته یې د هغوی لاس رسی محدود کړی دی. په داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې دولتي او خصوصي پوهنتونونه د ښځو لپاره پرانستي دي، تنکي نجونې له اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې منځنیو او لیسه ښوونځیو ته له تلو منع شوي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ تیره اونۍ امریکا غږ ته وویل چې د دوی پلاوي د روانې میاشتې په پیل کې په قطر کې له طالبانو سره د خبرو یو نوی پړاو ترسره کړ او د بشري حقونو په مسلو یې هغوی ته د واشنګټن اندیښنې تازه کړې.


ښاغلي ویسټ وویل، "زه فکر کوم چې دواړو خواوو دغو خبرو کې رغنده چلند خپل کړی دی. زه فکر کوم چې موږ د باور د بیا جوړولو په لور روان یو."

د متحده ایالاتو دغه لوړپوړي چارواکي زیاته کړه: "ما په ډیره روښانه توګه وویل، دا زما نظر دی چې هیڅ شی به په افغانستان کې دننه یا په نړیواله کچه د طالبانو موقف ښه نه کړي پرته له دې چې دوی د یو میلیون څخه زیاتو نجونو ته اجازه ورکړي چې دا مهال د ثانوي زده کړو څخه محرومې دي، هغه بنسټیز حق چې دوی باید دغه زده کړې تعقیب کړي او همداشان ښځې باید هم کار وکړي."


طالبان د ښځو په اړه د خپلو قوانینو دفاع کوي او وايي چې د دوی دغه چلند له اسلامي احکامو او افغاني کلتور سره سمون لري. دوی وايي، منځنيو ښوونځيو ته د نجونو د بېرته ستنېدو لپاره ترتیبات نیول شوي، خو ټینګار کوي چې حکومت به د نړیوالو تر فشار لاندې دا کار ونه کړي.

ددې رپوټ ځنې معلومات د اسوشیتید پرس اژانس څخه اخیستل شوي دي.