د لاس رسي وړ اتصالات

د کرایي کورونو کموالی او لوړه کرایه؛ امریکا ته نوي راغلي افغان مهاجر ستونزو سره مخ دي


افغان مهاجر چې پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته متحده ایالاتو ته انتقال شوي د امریکا په یو شمیر ایالتونو کې د کرایي کورونو د موندلو او لوړو کرایو له مشکل سره مخامخ دي.

یو له دغو ایالتونو څخه چې دغه ستونزه په کې شته د شمالي کارولینا ایالت دی چې نژدې ۱۱۰۰ تازه راغلي افغان مهاجر هلته ځای پر ځای شوي دي او ددې ایالت د روغتیا او بشري منابعو د ادارې په وینا ټاکل شوې چې څه دپاسه ۱۵۰۰ نور افغان مهاجر هم تر راتلونکې یوې نیمې میاشتې پورې پدې ایالت کې میشت کړای شي.

د شمالي کارولینا ایالت د پناه غوښتونکو او مهاجرینو د کمیټې مسول عمر عمر، د امریکا دWRAL محلي تلویزیوني شبکې ته ویلي چې دغه اداره د اوسیدنې د کورونو د مالکانو د موندلو لټه کوي چې غواړي تازه راغلیو مهاجرو ته خپل کورونه په کرایه ورکړي.

ښاغلي عمر وویل چې اکثر کورنۍ چې تازه متحده ایالاتو ته راغلي په امریکا کې هیڅ ډول مالي او کاري سابقه نلري او پدې خاطر د کورونو موندل ورته مشکل دي.

په متحده ایالاتو کې د املاکو د کرایه ورکولو لپاره د جایدادونو مالکان د قرارداد له لاس لیک دمخه د کرایه نشین کاري سابقه او د هغه بانکي او مالي فعالیتونه ارزوي او ددغې ارزونې د نتیجې په اساس قرارداد کوي.

حتی هغه امریکایان چې ښه کاري او مالي سابقه ونلري د کور په کرایه کولو او یا هم د بانک د کریډټ کارت او پور اخیستلو کې له ستونزو سره مخامخ کیږي.

سربیره پردې د ښاغلي عمر په وینا په شمالي کارولینا کې د کږرونو کرایه مخ په زیاتیدو ده او یو شمیر سازمانونه چې د بیا ځای پر ځای کولو په برخه کې کار کوي ناچاره شوي چې تازه راغلیو افغانانو ته هوټلونه کرایه کړي او په موقتي میشت ځایونوکې یې د اوسیدنې نیټه وغزوي.

د وروستیو شمیرو له مخې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت شاوخوا دوه اونۍ دمخه خپءې کړي په تیرو شاوخوا څلورنیمو میاشتو کې لږ تر لږه ۷۴زره افغانان متحده ایالاتو ته انتقال شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په امریکا کې څه دپاسه ۳۸زرو تازه راغليو افغان مهاجرو د سوابقو د ارزونې وروسته د پوځي کمپونو نه وتلي او خپل نوی ژوند یې پیل کړی دی.

خو لا هم په زرګونو افغان مهاجر چې پدې وروستیو میاشتو کې له افغانستان څخه تخلیه شوي په یو شمیر پوځي کمپونو کې دننه په امریکا کې اوسیږي او په زرګونو نور کسان په بهرنیو هیوادونو کې په کمپونو کې امریکا ته د تللو انتظار باسي.

XS
SM
MD
LG