طالبان: د پاتې بندیانو تر خلاصېدو وروسته بین الافغاني خبرو ته چمتو یو

د روانې وږې میاشتې پر ۳مه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله پای ته ورسېده

په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي، تر اوسه د دوی د بندیانو خلاصولو بهیر نه دی نهايي شوی.

ډاکټر محمد نعیم د سپټمبر ۷ (وږې ۱۷) پر خپل ټوېټر لیکلي چې د بندیانو خلاصون لا هم پاتې دی چې په وینا یې کار پرې روان دی.

د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند ویلي کله چې د بندیانو ازادولو بهیر بشپړ شي په وینا یې د دغه ډلې مذاکراتي ټېم خبرو ته چمتو دی.

د روانې وږې میاشتې پر ۳مه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله پای ته ورسېده.

د ملي امنیت شورا هغه مهال ویلي و چې طالبانو د افغان حکومت کمانډویان ازاد کړي او حکومت هم طالب بندیان خوشي کړل.

د افغانستان د ملي امنیت شورا زیاته کړې وه چې یوازې هغه طالب بندیان چې د ازادېدو په اړه نړیوال غبرګونونه موجود دي پاتې دي چې په وینا یې د حل لپاره هم ډیپلوماټیکي هڅې رواني دي.

پر همدې مهال د سولې په چارو کې د افغان دولت د وزارت ویاندې ناجیه انوري نن سې شنبه سپټمبر ۸ (وږې ۱۸) ویلي چې افغان حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو پیلېدو لپاره کارونه تر سره کړي دي.

هغې زیاته کړې چې اوس باید مقابل لوری د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړي چې د افغان امنیتي او دفاعي سرتیرو ازادولو بهیر یې بشپړه کړی او هېڅ زنداني ورسره پاتې نه دی.

تېره ورځ د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي هم وویل چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی خبرو ته کاملاً چمتووالی لري او له طالبانو یې وغوښتل چې مخامخ مذاکراتو ته چمتتو شي.

بلخو د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تېره ورځ د «جنبش ګذار» له غړو سره لیدنه کې ویلي چې هیڅ هوکړه به د خلکو له خبرتیا پرته د پردې تر شا لاسلیک نشي.