پاکستان د امریکا د ډاډ وړ متحد دی - ټیلرسن

تیلرسن د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

واشنګټن وايي له اسلام آباد سره په ګډه د اړیکو په لاغښتلتیا کار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن وویل چې پاکستان د امریکا د ډاډ وړ متحد دی او واشنګټن او اسلام آباد په ګډه د اړیکو د لا ښه کولو لپاره کار کوي.

ښاغلي ټیلرسن د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د باندنیو چارو وزیر، خواجه محمد آصف سره په یوې خبري غونډې کې وویل چې پاکستان نه یواځې د افغانستان په مسله کې بلکې د سیمې په چارو کې اساسي ونډه لري.

خو د امریکا د باندنیو چارو وزیر دا هم وویل چې واشنګټن د پاکستان د سیاسي ثبات په اړه اندیښنه لري.

د ښاغلي ټیلرسن په خبره "مونږ د پاکستان د حکومت د راتلونکې په هکله هم اندیښنه لرو. غواړو چې د هغوی حکومت باثباته وي او هغوی سوله ییز وي".

د پاکستان په اړه د ریکس ټیلرسن خبرې د امریکا د حکومت د نورو چارواکو سره یو څه توپیر لري.

ولسمشر دونالد ټرمپ او د امریکا د دفاع وزیر، جیم متیس، په پاکستان کې د اورپکو او ترهګرو ډلو د شتون له کبله اندیښنې څرګندې کړي او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې د دغه راز ډلو په له منځه وړلو کې کوټلي اقدامات ترسره کړي.