د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان به د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي؟


په پاکستان د امریکا تر فشار وروسته، د یکشنبې په ورځ جنرال باجوه کابل ته ولاړ
په پاکستان د امریکا تر فشار وروسته، د یکشنبې په ورځ جنرال باجوه کابل ته ولاړ

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه افغانستان ته سفر یو ځلې بیا دا بحثونه راپارولي دي چې ایا کیدای شي د دواړو گاونډي هیوادونو اړیکې سمي شي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ولسمشر اشرف غني سره ملاقات وکړ. د هغه سره په دغه ملاقات کې د پاکستان د استخباراتي اداری آی ایس آی مشر هم موجود و. په دغه ملاقات کې د دواړو ملکونو په امنیتي او ټرانزیټي مسایلو خبرې وشوی.

په پاکستان او افغانستان کې د دغې سفر نه وروسته بیلا بیل بحثونه کیږي. د سیاسي او امنیتي چارو مبصرین مختلفې تبصرې کوي. ځینې وایي چې د پاکستان د پالیسۍ بدلون ممکن دی. ځینې بیا وایي چې پاکستان لا تراوسه نه ښیی خپلې پالیسیو ته تغیر ورکړي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ چې د افغانستان په هکله د تگلارې اعلان وکړ نو په دغه کې تر ټولو مهم ټکې یې پاکستان ته گواښ و چې د ترهگرو ځالې دې ختمې کړي کنه ښې پایلې به ونلري.

د ټرمپ د دغې کلک او څرگند خبرداري نه وروسته په پاکستان کې سخت غبرگون وښودل شو خو بیا ځینو مبصرینو ولیکل چې پاکستان هم نه غواړي ځان یواځي کړي.

په پیښور کې د سیاسي چارو کارپوهې مونا نصیر امریکا غږ ته وویل "د باجوه افغانستان ته سفر هیله منده کړې یمه. پاکستان باید نور دغه لوبه پریږدي کنه په نړۍ کې به یواځي پاته شي. نه یواځې دا چې ولسمشر ټرمپ پاکستان ته ډیر سخت خبردارې ورکړیدی خو په دی برسیره د پاکستان ملگري هیواد چین هم په تیره کې د برکس په غونډه کې پاکستان ته هم دغه مشوره ورکړیده."

مونا زیاتوي چې پاکستان به اوس خامخا خپله پالیسي بدلوي ځکه چې د دغې پالیسۍ سره هغه یواځی پاتې کیږي.

په واشنگټن کې جورنالسټ او لیکوال ملک سراج اکبر وایي چې پاکستان د ټرمپ وینا ته سخت په غوسه و. "د افغانستان په هکله د پاکستان پالیسي په پاکستان کې خلک ډیر خپه کړل، هغوې ویل چې امریکا ورسره مور د میرې سلوک کوي خو په دې هم خبرداره شول چې باید اوس د افغانستان سره ښه تعلق ولري. او هغه څه چې پاکستان پخوا کړیدي، د هغې نه لاس واخلي."

په سیمې کې د نارامۍ او د گاونډي دریو هیوادونو سره د ناسمو اړیکو په وجه په پاکستان کې دننه هم خلک د پاکستان په پوځ انتقادونه کوي خو ځینې بیا دا فکر هم کوي چې یواځي پاکستان نه، افغانستان او امریکا دې هم خپل چلند بدل کړي. په پاکستان کې د امنیتي او دفاعي چارو کارپوه طلعت مسعود د امریکا غږ ته وویل "دا مسله یواځې د پاکستان نه ده، باید افغانستان او امریکا هم د پاکستان په وړاندې خپل دریځ او چلند بدل کړي. په سیمې کې د امنیت لپاره باید ټول ملکونه د یو بل سره همکاري وکړي."

په واشنگټن کې د جنوبي اسیا د چارو کارپوه مایکل کگلمین وایي چې داسي ښکاري د پاکستان پوځ کوښښ کوي چې امریکا هم راضي کړي.

"امریکا غواړي چې پاکستان او افغانستان د یو بل سره ښې اړیکې ولري. د پاکستان د پوځ د مشر د اوسني سفر نه دا معلومیږي چې د پاکستان پوځ کوښښ کوي امریکا خوشحاله کړي. امریکا د پاکستان نه په دی خپه ده چې د ترهگرو په ضد اقدامات نه کوي."

کگلمین زیاتوي چې د دغه نه علاوه هم پاکستان او افغانستان ډیر مسایل لري. د پاکستان او افغانستان مشران د یوبل ملکونو ته سفرونه کوي. دا کومه نوي خبره هم نه ده.

په پیښور کې جورنالسټ رحیم الله یوسفزی وایي چې "د تعلقاتو بهتره کولو لپاره د څو میاشتو راهیسې هلې ځلې روانې دي او د دغو نه تر ټولو مهم یې د جنرال باجوه سفر و. اصلي مشکل دا دی چې دواړه ملکونه په یو بل اعتبار نه کوي. اوس مونږ دیته سترگې په لار یو چې دواړه به په یو بل باور وکړي او کنه."

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG