ټرمپ د چین له ولسمشر سره د لیدنې په هدف بیجینګ ته ورسید

د چین مرستیال ولسمشر د ډونالډ ټرمپ هرکلی وکړ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن چهار شنبې (مې ۱۳) له خپل چینایي سیال شي جینپینګ سره د دوه ورځینو خبرو لپاره د هغه هیواد پلازمینې بیجینګ ته ورسید.

د ولسمشر ټرمپ سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د جګړې وزیر پیت هګسیت، د تسلا د کمپنۍ مشر ایلان ماسک، د اپل شرکت رئیس ټم کوک او په لس ګونه نور پانګه وال او تجاران ملتیا کوي.

ولسمشر ټرمپ ویلي دی به د چین له ولسمشر شي جینپینګ څخه وغواړي چې د امریکا د پانګه والو په وړاندې خپل مارکیټونه خلاص کړي.

نوموړي د ولسمشر په ځانګړې الوتکه ایر فورس ون کې تر پورته کیدو مخکې وویل دا به د پنجشنبې په ورځ له ولسمشر شي سره په ملاقات کې لومړی غوښتنه وي.

ولسمشر ټرمپ ته د چین د ولسمشر د مرستیال هانګ ژینګ له خوا چې نظامي پریډ هم ورته ترتیب شوی وو، ښه راغلاست وویل شو.

نوموړي چین ته له روانیدو مخکې وویل:" له چین سره ښه پرمخ روان یو. له چین سره کار ښه پر مخ روان دی. بنا ورته سترګي په لار یو. لکه څنګه چې تاسې پوهیږئ ولسمشر شي به د کال په پای کې دلته راځي. بنا دا به په زړه پوري وي."

د ولسمشر ټرمپ او شي په دې ملاقات کې پر تجارتي اړیکو بحث هم یو لوی مورد دی. د هانګ کانګ د پوهنتون استاد الیهاندور راییس وایي:" د سوداګرۍ مسایل، زما په اند هغه [ټرمپ] غواړي چې چین د امریکا ډیر توکي واخلي. او البته، داسې ښکاري چې د هوایي چلند د برخې د توکو د پیرودلو په اړه په یو تړون هم کار روان دی."

ولسمشر ټرمپ چین ته تر روانیدو مخکې خبریالانو ته وویل چې نه یوازې پر تایوان به د وسلو د پلور په مسله بلکې د هانګ کانګ د دیموکراسي پلوي ، جیمي لای په اړه چې اوس په زندان کې اچول شوی، بحث وکړي. بیجیګ دا یوه کورنۍ مسله بللې ده.

بلخوا چین نن چهار شنبې (مې ۱۳) هغه هیواد ته د ولسمشر ټرمپ د سفر هرکلی وکړ او ویې ویل غواړي چې همکاري زیاته او په تفاوتونو بحث وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګیو جیاکون وویل:" چین ته د ولسمشر ټرمپ د سفر پرمهال، دواړه مشران به د چین او امریکا په اړیکو کې د لویو مواردو او نړیوالې سولې او پراختیا په اړه ژور بحث وکړي. تایوان ته د امریکا د وسلو د پلور په اړه د چین دریځ ثابت او روښانه دی. د جیمي لای په قضیه کې، چین خپل دریځ په تکرار سره څرګند کړی دی."

ټرمپ او شي د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د سهیلي کوریا په بوسان ښآر کې ولیدل چیرې چې بیجیګ د امریکا د سویابینو او نورو کرنیزو محصولاتو لپاره د خپلو مارکیټونو په پرانیستلو هوکړه وکړه