د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د چین له ولسمشر سره په ایران، تایوان او تجارت بحث کیږي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به چین ته په خپل سفر کې د هغه هیواد له ولسمشر شي جین پینګ سره په ګڼو موضوعاتو بحث وکړي.

ټاکل شوېده ولسمشر ټرمپ سبا چهار شنبې (مې ۱۳) بیجینګ ته ورسیږي او د مې په ۱۴ او ۱۵ له خپل چینایي سیال شي جین پینګ سره وویني.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ (مې ۱۱) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې ایران، تایوان او انرژۍ هغه مسایل دي چې ټاکل شوېده د چین له ولسمشر سره پرې بحث وکړي.

ولسمشر ټرمپ چین ته د خپل سفر په اړه د تروت سوشل په یوه پیغام کې لیکلي چې دې سفر ته ډیر لیوال دی او اټکل یې کړی چې د دواړو هیوادونو لپاره لوی څه پيښ شي.

ډونالډ ټرمپ وویل:" زه له ولسمشر شي سره ډیر ښه روابط لرم، موږ ډیر تجارت کوو، خو هوښیار تجارت. د کلونو لپاره د تیرو ولسمشرانو په کاري دورو کې له موږ څخه ناوړه ګټه اخیستل کیده او اوس له چین سره ښه روابط لرو. موږ له چین څخه ډیرې پيسې ترلاسه کولی شو."

ولسمشر ټرمپ وویل د چین له ولسمشر سره به پر تایوان د وسلو پلور بل بحث وي. نوموړي زیاته کړه:" زه به له شي سره په دې بحث وکړم. ولسمشر شي غواړي چې موږ وسلې ونه پلورو. دا یو هغه مورد دی چې زه به پرې بحث وکړم."

بلخوا چین د سه شنبې په ورځ (مې ۱۲) د ټرمپ او شي تر ملاقات مخکې پر تایوان د متحدو ایالتونو د وسلو د پلور سره یو ځل بیا کلک مخالفت وکړ.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګویو جیاکون وویل:"چین ته د ولسمشر ټرمپ د سفر پرمهال، دواړه ولسمشران به د چین او متحدو ایالتونو د اړیکو په مهمو مسایلو، سولې او نړیوالې پراختیا بحث وکړي. پر تایوان د متحدو ایالتونو د وسلو د پلور په اړه د چین دریځ روښانه دی."

په داسې حال کې چې تایوان ته د متحدو ایالتونو د وسلو لیږد د واشنګټن او بیجینګ د اختلاف یو مهم مورد دی، ولسمشر ټرمپ د ډسمبر په میاشت کې د څه باندې ۱۱ میلیاردو ډالرو په ارزښت پر تایوان د وسلو د پلور ستره بسته اعلان کړه.

د تایوان ولسمشر لای چینګ ته نن سه شنبې (مې ۱۲) پرته له دې چې د متحدو ایالتونو او چین د ولسمشرانو لیدنې ته مستقیمه اشاره وکړي ، د تایوان د دفاع د ودې لپاره د متحدو ایالتونو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې تایوان به تسلیم نشي.

د دیموکراسي پلوو زندانیانو موضوع هغه بل مورد دی چې ټاکل شوېده ولسمشر ټرمپ له خپل چینایي سیال سره پرې بحث وکړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره به د هانګ کانګ د دیموکراسي د ملاتړي جیمي لای د قضیې په اړه چې په بند کې دی، خبري وکړي.

ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل:" جیمي لای، هغه د چین لپاره ډیر مشکلات رامنځ ته کړل. هغه هڅه وکړه چې پرځای کاررونه وکړي، هغه بریالی نه وو، هغه زندان ته ولاړ، خلک غواړي هغه آزاد شي، زه هم غواړم ووینم هغه آزاد شي. زه به یې په اړه بیا وغږیږم."

ولسمشر ټرمپ به د امریکا لومړی ولسمشر وي چې په تیرو نهو کلونو کې چین ته سفر کوي او له یو کال څخه به په کمه موده کې د چین له ولسمشر سره خپله دویمه لیدنه وکړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG