ټرمپ: له ایران سره مې هوکړه لیک لاسلیک کړ

ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د هوکړې د سند د لاسلیک پرمهال

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د جګړې د ختمیدو په هدف یې له ایران سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

ددې هوکړې په اساس واشنګټن او تهران د لبنان په ګډون په ټولو جنګي جبهاتو کې د جګړې په ختمیدو هوکړه کړې ده.

ولسمشر ټرمپ د فرانسې له ورسای ماڼۍ څخه د وتلو پرمهال چې د فرانسې ولسمشر هم ورسره وو، د خبریالانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا هوکړه لیک یې لاسلیک کړی کنه وویل ، "ما په ورسای کې لاسلیک کړ"

دا هوکړه د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون په کوربتوب د ورسای په تاریخي ماڼۍ کې د جوړې شوې ماښامنۍ پرمهال د ولسمشر ټرمپ له خوا لاسلیک شوه.

دا هوکړه په فرانسه کې د نړۍ اوو سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو یا جي-۷ ډلې له سرمشریزې وروسته چې پکې ولسمشر ټرمپ د ګڼو مشرانو سره د ایران په ګډون د نړۍ د بیلابیلو په اړه مسایلو په اړه خبرې وکړې، لاسلیک کیږي.

په عین حال کې د رویټرز خبري اژانس د یوه امریکایي چارواکي په حواله ویلي، دا هوکړه د یکشنبې په ورځ په ډیجیټلي شکل د ولسمشر ټرمپ د مرستیال جې ډي ونس او د ایران د مرکچي پلاوي مشر محمد باقر قالیباف لاسلیک کړې.

سپینې ماڼۍ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ولسمشر ټرمپ د جې-۷ د بریالۍ غونډې او د ورسای ماڼۍ له کتلو وروسته، واشنګټن ته د ستنیدو په لار دی.

ولسمشر ټرمپ ددې هوکړې تر لاسلیک کیدو مخکې، د جې اوه غونډې په پای کې د خبري کفنرانس پرمهال وویل چې،دا هوکړه نهایي نده او که ایران د هوکړې پرمهال عمل ونکړي، امریکا به بیا پر هغه هیواد بمبارۍ پیل کړي.

ولسمشر همدارنګه پر ایران د اقتصادي بندیزونو د پای ته رسیدو په تړاو د خپرو شویو راپورونو په اړه وویل، د واشنګټن او تهران ترمنځ "هوکړه" په فوري ډول د بندیزونو لغوه کیدل په ځان کې نه رانغاړي خو زیاته یي کړه چې په دې اړه به وروسته خبرې وکړي.

د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د شوې هوکړې په سند کې ویل شوي چې واشنګټن او تهران ژمنه کړې په ۶۰ ورځو کې به د وروستۍ هوکړې د ترلاسه کیدو لپاره مذاکرات کوي.