ټرمپ وايي ښکاري چې ایران د خلکو په وېشتلو سره له سرې کرښې پښه اړوي

ولسمشر ټرمپ وایي چې داسې ښکاري ایران د خلکو په وېشتلو سره له خپلې سرې کرښې څخه «اوښتل» پیل کړي دي، په ایران کې له دوو اونیو راهېسې خلک مظاهرې کوي او ددې مستبدې اسلامپالې واکمنۍ، چې له لسیزو راهېسې روانه ده، ختمېدل غواړي. دا په تېرو څو کلونو کې په دغه هېواد کې تر ټولو لویې مظاهرې بلل کېږي.

ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ څو ځلې د اسلامي رژیم واکمنانو ته خبرداری ورکړ چې که سوله ایز لاریون کوونکي یې ووژل، متحده ایالتونه به مداخله وکړي، یو خبریال د ولسمشر په ځانګړې الوتکه (ایر فورس ون) کې له هغه څخه وپوښتل چې ایا ایران له سرې کرښې څخه پښه اړوي، هغه وویل: «داسې ښکاري چې هغوی دا کار کوي. او داسې ښکاري چې ځينې خلک، چې نباید وژل شوي وای، وژل شوي دي. خلک په مرمیو وېشتل شوي.»

ولسمشر ټرمپ وویل چې متحده ایالتونه په ایران کې وضعیت له «نژدې څاري»، هغه وویل چې د ایران واکمنان د «تاوتریخوالي له لارې واکمني» کوي. هغه زیاته کړه: «موږ په ځینو قوي لارو چارو نظر اچوو.»

په ایران کې مظاهرې په داسې حال کې خپلې ۱۶مې ورځې ته ورسېدې، چې رژیم په انټرنټ بشپړ بندیز لګولی دی، دا بندیز د پنجشنبې په ورځ پیل شوی دی. بندیز په ایران کې د سیمه ایزو خبریالانو وړتیا ځپلې ده او نه شي کولای چې د رژیم د ځپونکو اقداماتو په اړه له بهرنۍ نړۍ سره تصویرونه شریک کړي.

یوه ویدیو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او د امریکا غږ د ایران څانګه یې تائیدوي، په کې ښودل کېږي، چې د تهران په جنوب کې په سړک کې په مظاهرې کې د وژل شویو کسانو مړي په سړک کې پراته دي چې غمځپلې کورنۍ یې وپېژني. ښکاري چې دا ویدیو د شنبې په ورځ ثبت شوې ده.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران د رژیم مشرانو یوه ورځ مخکې د هغه دفتر ته زنګ وهلی، چې خبرې وکړې. ټرمپ وویل: «موږ ممکن له هغوی سره ملاقات وکړو. یوه غونډه پلان شوې. خو موږ باید تر غونډې مخکې د هغه څه له کبله چې پېښ شوي، اقدام وکړو.»

په تهران کې د ډسمبر په ۲۸مه نېټه دا مظاهرې پیل شوې او ژر د دغه هېواد نورو برخو ته هم وغځېدې، د مظاهرو اصلي علت د ایران د رژیم ناسم مدیریت او فساد ښودل کېږي، چې له کبله یې اقتصادي بحران نور هم زیات شوی او د ډالرو په وړاندې د ایران د اسعارو ارزښت په بیساري ډول لویدلی دی.

د مظاهرو له پيل راهېسې، د ایران د اسلامي رژیم د پرځولو شعارونه ورکول کېږي.