د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د حکومت ضد مظاهرې په لسمه ورځ هم روانې وې، امریکا د مظاهرو ځپل غندلي


Iran Protest
Iran Protest

په ایران کې د حکومت ضد پيل شوې مظاهرې، د سه شنبې په ورځ (جنوري شپږمه) خپلې لسمې ورځې ته داخلې شوې، دا مظاهرې د تیرې اونۍ د یکشنبې په ورځ د اقتصادي وضعیت د خرابوالي له کبله په تهران کې پیل شوې او وروسته بیا نورو ښارونو ته وغځیدې.

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په تاوتریخجن ډول د مظاهرو د ځپلو له کبله د ایران په اسلامي جمهوریت انتقاد روان ساتلی.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو راپورونو او هغو ویدیوګانو کې چې د امریکا غږ د فارسي څانګې تصدیق کړې، څرګندېږي چې د سه شنبې په ورځ په پلازمینه تهران او نورو ښارونو کې مظاهرې او د کارګرو اعتصاب روان وو.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د خپل ایکس په فارسي حساب کې لیکلي دي چې دوشنبه په ایران کې د مظاهرو نهمه ورځ وه او «د ظالمانه او تاوتریخجن ځپلو سره سره ایرانیان په مېړانې او کلک هوډ سره» له خپلو اسلامپالو واکمنانو څخه د «خپلو حقونو غوښتل روان» ساتلي دي.

دغه مظاهرې چې د ډسمبر په ۲۸مه پیل شوې دي، په تېرو دریو کلونو کې په دغه هېواد کې تر ټولو پراخې مظاهرې بلل کېږي. راپورونه او ویدیوګانې ښيي چې د ایران په ښاري سیمو او په ځانګړي ډول په مارکیټونو کې مظاهرې او اعتراضونه روان دي.

په تهران کې د ستر بازار(ګرند بازار) د ځینو برخو سوداګر د خپلو هټیو په تړلو سره له اعتراضونو سره یو ځای شوي، مظاهره چیان راټول شوي او د حکومت ضد شعارونه ورکوي.

د یکشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ له خپلې ځانګړې الوتکې څخه د ایران شیعه واکمانو ته خبرداری ورکړ: «که هغوی د خلکو وژل، لکه څنګه یې چې مخکې کړي وو، پیل کړي، فکر کوم د متحدو ایالتونو له لوري به سخت ګوزار وخوري.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدغه راز د یکشنبې په ورځ د ایلام په ښار کې په یو روغتون باندې د ایران د امنیتي ځواکونو «ظالمانه برید» غندلی دی. په راپورونو او ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې مظاهره کوونکو روغتون ته پناه وړې، خو امنیتي ځواکونه ورپسې ورځي او د روغتون د کارکوونکو او ناروغانو په منځ کې د ویرې او اندېښنې فضا جوړوي.

د دغه وزارت د ایکس په فارسي حساب کې د دغې پېښې د ویدیو په خپرولو سره لیکل شوي دي: «په خبرو چاپه، د طبي کارکوونکو وهل او په اوښکې بهونکې ګازو او وسلو باندې په زخمیانو برید کول د بشریت ضد جرم دی.»

د بهرنیو چارو وزارت وايي: «روغتونه د جګړې ډګرونه نه دي. د اسلامي جمهوریت د رژیم دا اعمال د نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده او دا څرګندوي چې یو رژیم د انسانانو له ژوند سره په بشپړ ډول بې پروايي کوي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG