د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې د ده په باور، په ایران کې جګړه له پوځي پلوه په عملي توګه پای ته رسېدلې ده. ولسمشر ټرمپ وايي، پوځي اقدام اوس ډېر اړین نه ښکاري، خو خبرداری یې ورکړی که بیا په ایران باندې برید وشي، نو تر لومړي برید به پنځه برابره ستر وي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي د ایران پروړاندې په دې وخت کې پوځي اقدام ډېر اړین نه ښکاري، خو په بشپړ ډول چمتو دي، او که وضعیت بدل شي د هر ډول اقدام لپاره تیار دي. ښاغلی ټرمپ وايي چې د ایران پروړاندې دا شخړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي: "که د منځني ختیځ د روانو حالاتو په اړه کوم بدلون رامنځته شي، د امریکا متحده ایالتونه له تر ټولو پرمختللو او غوره پوځي تجهیزاتو سره بشپړ چمتو دي. موږ فکر نه کوو چې د دغو وسایلو کارولو ته به کوم دلیل پیدا شي. خو په هر حال، وضعیت ډېر ښه روان دی."
د ایران سره د جګړې د دوام د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ولسمشر ټرمپ وویل: "ښه، دا په حالاتو پورې اړه لري. زما مطلب دا دی چې موږ کولای شو دا کار ډېر ژر پای ته ورسوو، په یوه لنډه موده کې، نه په اوږدې موده کې به یې بشپړ کړو. "
ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ چې که پر ایران بل برید ترسره شي، نو دا برید به نږدې پنځه برابره د لومړي برید په پرتله لوی وي؛ هغه برید چې په اساسي توګه یې هغوی سخت وځپل.
د ایران جګړه او عرب هېوادونه
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د قطر له صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن سره تر لیدنې وروسته، یوې خبري غونډې ته وویل چې قطر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، بحرین، کویت او د سیمې نور هېوادونه له ایران سره د اوسني وضعیت د ساتلو غوښتونکي دي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي"ایران له پوځي پلوه په عملي توګه پای ته رسېدلی دی. موږ یوازې اوسنی وضعیت همداسې ساتو، او په حقیقت کې دا کار د ایران د ګاونډیو هېوادونو په غوښتنه کوو. خو ایران یو مخ پر ځوړ هېواد دی. هلته د انفلاسیون کچه ۳۰۱ سلنې ته رسېدلې او له داسې ستونزو سره مخ دی چې انسان یې تصور هم نه شي کولای. "
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سېشنبې په ورځ په پاریس کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هیوادونو (G7) د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته ویلي چې امریکا به پر ایران د ویجاړوونکو اقتصادي فشارونو لګولو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې مارکو روبیو وايي، چې د هرمز له تنګي څخه د نورو بېړیو د خوندي تېرېدو په اړه له ایران او عمان سره په خبرو کې پرمختګ شوی، خو تر اوسه وروستۍ هوکړه نه ده ترلاسه شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي "موږ دا مهال د عمان او ایران ترمنځ په هغو خبرو او مذاکراتو کې ښکېل یو چې موخه یې دا ده څو جنګي بېړۍ په لنډمهاله توګه وکولای شي په خوندي ډول له دغه تنګي څخه تېرې شي، په داسې حال کې چې موږ د اټومي وسلو د له منځه وړلو په اړه د اوږدمهاله مذاکراتو پر لور حرکت کوو.په لنډ ډول، په دغو خبرو کې پرمختګ شوی، خو تر اوسه وروستۍ هوکړې ته نه یو رسېدلي. هیله لرو چې دا کار به ډېر ژر ترسره شي. "
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پروړاندې د پوځي عملیاتو د دوام یا د یوې هوکړې پر لور د تګ په اړه د خپلې پرېکړې په تړاو ویلي چې نوموړی غوره ګڼي اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي او وکتل شي چې ایا ایران هوکړې ته غاړه ږدي که نه.