د ډیموکراتانو لخوا د ټرمپ د وینا غندنه او د ټرمپ یو بل ټویټ

د امریکا په کانګرس کې د ډیموکرات ګوند هغه ښځینه غړیو د ولسمشر ټرمپ د وینا خلاف خبرې غونډه کړې ده چې ټرمپ ورته ویلي هغوی دې بیرته خپلو هیوادونو ته لاړې شي.

د کانګرس دریو تنو غړیو الهان عمر، رشیده طیب او اوکاسیو کوټیز په خبري کانفرانس کې وویل چې هغوی د ولسمشر ټرمپ وینا غندي او دا چې د هغه هدف د اصلي مسلو نه د خلکو د توجه لیرې کول دي.

له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغو مېرمنو د خبري غونډې نه وروسته یو ځلې بیا یو ټویټ کړی دی او وایي، هغه خلک چې د امریکا نه کرکه لري، هغوی دې ترینه ووځي.

ولسمشر ټرمپ ولیکل:

"زمونږ ملک ازاد، ښایسته او کامیابه دی، که تاسو زمونږ د ملک نه کرکه کوئ او یا دلته خوشحاله نه یئ، نو تاسو تللی شئ."

دا د ولسمشر ټرمپ لخوا په دې موضوع پرله پسې یو بل ټویټ دی. ولسمشر ټرمپ د دې نه مخکې په یو ټویټ کې د دیموکرات گوند غیر سپین پوستې ښځې غړې په نښه کړې وې او ویلي یې و چې ډیره جالبه ده چې دومره روښان فکره ډیموکراتانې، چې د داسې هیوادونو نه دلته راغلي دي چې حکومتونه یې مکمل او بیخي ویجاړونکي دي، په بې شرمۍ سره امریکایانو ته وایي چې حکومت څنگه وچلوئ.

د کانگرس د رئیسې نانسي پلوسي په شمول د ډیموکرات ګوند ګڼ شمیر غړیو د ولسمشر ټرمپ وینا متعصبانه بللې ده.