اردوغان وايي فرانسه ترهګر پالي

اردغان وايي تر څو چې لویدیځ ترهګر پالي، تاسو به غرق شی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر فرانسې له دې کبله په قهر دی چې ولې یې د کردانو د بیلتون غوښتونکو ډلو له مشرانو سره لیدلي دي.

رجب طیب اردوغان فرانسه د ترهګرو په پاللو او ساتلو تورنه کړې ده.

ښاغلي اردوغان ویلي "فرانسې! تاسو تروریستان هڅوی، ننګه یې کوي او د ایلسي په ماڼۍ کې یې میلمه پالنه کوي. تاسو د دغه کار سپیناوی نشئ کولائ. تاسو به د ترهګرۍ له پیټي نه ځان خلاص نکړئ...تر هغو چې لویدیځ دغه ترهګر پالي، تاسو به ډوب شئ."

ښاغلي اردوغان دا خبره داسې مهال کوي چې د مارچ په ۳۰ نیټه د فرانسې ولسمشر ایمانیول مکرون د سوریې له یو پلاوي سره ولیدل چې د کردانو د ولسي مقاومت استازي هم په کې وو.

ولسمشر مکرون هغوی ته د مرستې ډاډ‌ ورکړ چې په سوریه کې داعش وځپي. امریکا هم له دغې ډلې سره مرسته کوي، خو د ترکیې حکومت دغه ډله ترهګره بولي او پر ضد یې په سوریه کې پوځي عملیات کوي.

د ترکیې ځواکونو د سوریې له عفرین نه د کردانو دغه ډله وشړله. انقره دا ډله په ترکیه کې د کردانو د بیلتون غوښتونکو یوه څانګه بولي.