سنټکام: د هرمز تنګي په اوږدو کې مو د ایران د ساحلي څارنې مراکز په نښه کړي

د امریکایي ځواکونو مرکزي قومندانۍ یا سنټکام وایي چې د هرمز تنګي او د سیمې د هیوادونو په طرف یې د ایران د یو شمیر ډرونونو تر نسکورولو وروسته، د شنبې په ورځ (جون شپږمه) هغه هیواد د ساحلي څارنې پر مراکزو بریدونه کړي دي.

سنټکام ویلي دي چې د هغوی په بریدونو کې د هرمز د ستراتیژیک تنګي په اوږدو کې د ګروک او قیشم ټاپو ګانو په اوږدو کې اهداف په نښه شوې دي.

یوه امریکایي چارواکي ویلي داسې ګمان کیده چې څلور ایراني ډرونونه د سیمې د کښتیو د ویشتلو په هدف توغول شوي وو.

سنټکام په یوې اعلامیه کې ویلي، د امریکایي ځواکونو له خوا د ایران د څلورو ډرونونو تر نسکورولو ساعت وروسته، ایران د کویټ او بحرین په لور اوه بالستیک توغندي وتوغول.

سنټکام ویلي د لومړنیو ارزونو له مخې، د ایران له خوا شپږ توغول شوي میزایل شنډ شوي او اووم توغندی خپل هدف ته ندی رسیدلی.

د امریکايي ځواکونو مرکزي قومندانۍ ویلي دي چې تر اوسه امریکایي ځواکونو ته د زیان رسیدو راپورونه ندي ورکړل شوي او د ایران هغه ادعا هم غلطه ده چې ویلي دي په بحرین کې یې د امریکایي ځواکونو اډې ته تاوان رسولی دی.

سنټکام ویلي ځواکونه چمتو دي ترڅو د ځان په دفاع کې د ایران بې اساسه تېري ته ځواب ویلو ته دوام ورکړي.

امریکایي ځواکونه په داسې حال کې د هرمز تنګي په اوږدو کې د ایران د ساحلې څارنې پر مراکزو بریدونه کوي چې ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (جون څلورمه) په سپینه ماڼۍ کې وویل چې واشنګټن به له ایران سره په جګړه کې بریالی شي.

نوموړي چې له خبریالانو سره یې خبرې کولې د ایران د جګړې په اړه وویل،" زما په اند موږ ډېر ښه پرمخ ځو، خو وبه ګورو. موږ به په یو نه یو ډول وګټو، یا به یې د کاغد پرمخ وګټو او یا به په پوځي توګه. په یو نه یو ډول، دا به یا پوځي وي او یا د کاغذ پر مخ."

ولسمشر ټرمپ اټومي وسلو ته د ایران د نه لاسرسي او د هرمز تنګي د خلاصیدو په شان په خپلو غوښتنو بیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې متحدو ایالتونو د ایران په تړاو غوره کار کړیدی.