د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان (یونیسکو) او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د نجونو او ښځو په تعلیم او د زده کړو د امکاناتو او فرصتونو په برابرولو ټېنګار کړی دی.
دغو ادارو، د «تعلیم نړیوالې ورځې» په مناسبت، چې د جنورۍ په ۲۴مه نېټه وه، په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي دي چې «تعلیم اساسي بشري حق او د سولې او عزت اساس» دی.
د دوی په اعلامیې کې راغلي دي چې «له بده مرغه افغانستان په نړۍ کې یوازیني هېواد دی چې پکې د نجونو او ښځو په مخ د ثانوي او لوړو زده کړو» دروازې تړلې دي.
اعلامیه وايي: «په نتیجه کې یې ۲.۲ میلیون نجونې له ثانوي زده کړو څخه محرومې دي چې په جدي توګه یې د هغوی د راتلونکې دپاره فرصتونه او د هېواد پرمختګ محدود کړی دی.»
په اعلامیې کې په افغانستان کې د یونیسکو مشرې سوهیون کیم له خولې لیکل شوي: «کله چې نجونې له تعلیم څخه بې برخې شي، ټول ولس یې بیه پرې کوي..»
په همدې اعلامیې کې د افغانستان لپاره د یونیسف د استازي تاجد الدین اویوال له خولې ویل شوي دي: «افغانستان ښځینه وو ښوونکو، نرسانو، روغتیاپالانو او ډاکټرانو ته عاجله اړتیا لري، چې ښځې د ښځو درملنه وکړي، او که دوی نن له تعلیم څخه محرومېږي، سبا به څوک د نجونو او ښځو مراقبت کوي.»
طالبانو په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې واک ترلاسه کړ او له هغه وروسته یې د نجونو او ښځو په تعلیم، کار، سیاسي فعالیتونو او نورو ټولنیزو ازادیو کلک محدودیتونه ولګول. ملګري ملتونه او د ښځو او بشر د حقونو نړیوالو سازمانونو د طالبانو دا بندیزونه په کلکه غندلي او د لېرې کېدو غوښتنه یې کړې ده او دا یې «جنسیتي اپارتایډ» بللی دی. خو طالبان ادعا کوي چې دا د افغانستان «داخلي مسئله» ده او د «شرعیت مطابق» ښځو او نجونو ته حقوق ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې په یوې اعلامیې کې د نړۍ له هېوادونو څخه وغوښتل چې د بشریت په وړاندې د جرمونو د مخنیوي او مجازاتو په نوي تړون کې «جنسیتي اپارتایډ» د بشریت په وړاندې د جنایت په توګه په رسمیت وپېژني.
د دې سازمان کارپوهانو ویلي چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له راسېدو وروسته، «د افغان ښځو او نجونو د حذفولو لپاره یو منظم او بنسټیز کمپاین» پیل کړی، چې د محدودیتونوڅخه ډک فرمانونه هم په کې شامل دي.