د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانې ښځې او نجونې له خپلو حقونو څخه سخت او سیستماتیک محرومیت تجربه کوي


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان د کنټرول له ترلاسه کولو راهیسې لږ تر لږه ۴۷۰ فرمانونه او لارښوونې خپرې کړې دي، چې ۷۹ یې په مستقیم ډول ښځې او نجونې په نښه کوي.

اوچا د سې شنبې په ورځ د ډسمبر ۳۰مه په یوه راپور کې ویلي چې سږکال په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه سخت شوي دي، ځکه چې د دې ډلې کړنو په افغانستان کې ټولنیز-اقتصادي وضعیت په ژوره توګه بدل کړی دی.

اوچا ویلي، په افغانستان کې ښځې او نجونې لاهم د خپلو حقونو څخه د سیستماتیک محرومیت تر ټولو سخت ډولونه تجربه کوي.

د راپور له مخې، د افغانو ښځو او نجونو پر زده کړې، کار او نورو ټولنیزو فعالیتونو باندې بندیز ، معیشت او خدماتو ته د دوی لاسرسی په جدي توګه محدود کړی، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي، رواني ټولنیز فشار او د نامناسبې مقابلې میتودونو څخه د ګټې اخیستنې خطر یې زیات کړی دی.

راپور همدارنګه په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو وضعیت د اندیښنې وړ بولي، چې دوی د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي، د ماشومانو ودونه، د ماشومانو شاقه کار او د انساني قاچاق په ګډون د خوندیتوب د خطرونو سره مخ دي. راپور ښیي چې په ۲۰۲۵ کال کې د ۷۴۶ قضیو په ثبتیدو سره د ماشومانو ودونه ، د تیر کال په پرتله دوه چنده زیات شوي دي.

د اوچا راپور وايي چې د افغانستان د کار په بازار کې د ښځو د ګډون کچه شاوخوا شپږ سلنه ده، او په ځانګړي ډول هغه ښځې چې د خپلو کورنیو مشري کوي او د کور نفقه برابروي له ډیرو ستونزو او خنډونو سره مخ دي.

اوچا په دې راپور کې، افغانستان "د زیږون لپاره په نړۍ کې یو له خطرناکو ځایونو څخه" یاد کړی، او ویلي دي چې په ۲۰۲۴ کال کې، د میندو د مړینې کچه په هرو ۱۰۰ زرو کې ۶۳۸ وه. راپور کې ویل شوي د طالبانو له خوا له طبي زده کړو څخه د نجونو او میرمنو د مخنیوی دوام او د مرستو کمیدل ښایي وضعیت لاپسې خراب کړي.

د اوچا د راپور په اساس افغانستان به راتلونکی میلادي کال هم د نړۍ د بشري بحرانونو څخه یو وي، چې وچکالي، د خوړو کمښت، د کډوالو پراخ ورستنیدل، او د عامه ژوند څخه د افغانو میرمنو او نجونو سیستماتیک ایستل یې د دې بحران د لاملونو په توګه په ګوته کړي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د نږدې ۲۲ میلیونه خلکو سره د مرستې لپاره ۱.۷۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده، چې اکثره به یې په ترتیب سره د خوړو د کمښت او کرنې، د څښاک پاکو اوبو، روغتیایي پاملرنې، خوندیتوب، تغذیې، تعلیم او سرپناه باندې ولګول شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG