په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مستندوی پلاوی (یوناما) وايي چې په تېرو اتو میاشتو کې د طالبانو حکومت او پاکستان حکومت د ځواکونو ترمنځ جګړو کې ۴۹۹ ولسي خلک وژل شوي دي.
د یوناما په راپور کې، چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د روان کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې پېښې ثبتې شوې، ویل شوي چې په دغو جګړو کې ۱۲۱۶ تنه نور ژوبل شوي هم دي.
د یوناما د بشري حقونو څانګه وايي چې دوی یوازې په افغانستان کې دننه پېښې مستند کوي.
پاکستان ادعا کوي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته ځای ورکړی او هغوی د پاکستان په ضد پلانونه په افغانستان کې تنظیموي، خو افغان طالبان دا ادعا ردوي او وايي چې هېچاته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د نورو په ضد کار واخلي.
پاکستان د دغو ادعاو په ترڅ کې څو ځلې په افغانستان باندې بریدونه وکړل او د طالبانو حکومت وايي چې ځواب یې ورکړی دی.
د پاکستان تر ټولو خونړی برید په کابل کې د معتادینو په روغتون باندې و چې سلګونه کسان په کې ووژل شول او ژوبل شول. دا څو ورځې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان وویل د پاکستان د دغه هوايي برید په اړه د څېړنې غوښتنه کړې او ویې ویل چې د نړیوالو قوانینو له مخې دغه برید ښايي جنګي جرم وګڼل شي.
خو پاکستان دا ادعا رد کړه او د بهرنیو چارو وزارت ویاند یې طاهر اندرابي، ویلي چې د بخښنې نړیوال سازمان موندنې د حقوقي کمپاین یوه ارزونه ده، نه قضايي پرېکړه، او په خبره یې د پولې هاخوا د ترهګریزو پراخ فعالیتونه او امنیتي وضعیت له پامه غورځوي.