د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا متحده ایالتونو یو استازي، جیفري بارتوس، د طالبانو حکومت د "یرغمل نیولو پر ډیپلوماسۍ" باندې تورن کړ.
بارتوس د دوشنبې په ورځ (د جون اتمه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل او د شورا له ټولو غړو یې وغوښتل چې د طالبانو له لوري د امریکايي وګړو "ناعادلانه نیول" وغندي.
په دې غونډه کې، چې د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره جوړه شوې وه، بارتوس زیاته کړه: "د طالبانو اقدامات لا هم د یوناما فعالیتونه له خنډ سره مخ کوي، چې په کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ملګرو ملتونو اړوندو ساحو ته د افغان ښځینه کارکوونکو د ننوتلو مخنیوی هم شامل دی."
د امریکا استازي همداراز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د یوه دایمي ځانګړي استازي نشتوالی د طالبانو د حساب ورکونې بهیر کمزوری کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیالې او د یوناما سرپرستې، جورجیت ګانیون، امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه وویل چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې "په ظاهره" باثباته دی او زیاته یې کړه چې د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې "هیڅ مهمه وسله واله یا سیاسي ننګونه" نه شته.
خو دې ملګروملتونو چارواکې وویل چې د طالبانو حکومت له خوا پر افغان ښځو او نجونو د "سختو او مخ پر زیاتېدو" محدودیتونو وضع کول دوام لري.
ګانیون وویل: "شاوخوا ۳.۸ میلیونه نجونې چې عمرونه یې د ۷ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي، ښوونځیو ته نه ځي، چې له دې ډلې څخه تر ۲.۶ میلیونو زیاتې تنکۍ نجونې دي. هر کال نږدې ۲۵۰ زره نورې نجونې د تل لپاره له ثانوي زده کړو محرومیږي، چې دا د استعداد او وړتیاوو له لاسه وتلې یو نسل رامنځته کوي."
د یوناما سرپرستې له طالبانو وغوښتل چې پر افغان ښځو او نجونو ټول محدودیتونه لغوه کړي.
ګانیون خبرداری ورکړ چې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر حقونو زیاتېدونکي محدودیتونه د "بنسټیز او سیستماتیک زیان" سبب شوي دي؛ داسې زیان چې د هغې په وینا به یې اغېزې د افغانستان راتلونکي نسلونه هم متأثره کړي.
هغې وویل چې د ښځو او نجونو د پراخو زده کړو د محرومیت له امله د هېواد روغتیايي او تعلیمي سکتورونه همدا اوس د ښځینه متخصصو کارکوونکو له کمښت سره مخ دي، او که دا وضعیت دوام وکړي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې د څه باندې ۲۵۰ زره مسلکي ښځینه کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیالې د هرات ولایت د ښځو او نجونو وروستیو نیونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې شاوخوا ۳۰ ښځې د خپلو جامو د بڼې له امله نیول شوې دي. هغې له طالب چارواکو وغوښتل چې محدودیتونه، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په برخه کې، لرې کړي او له نړیوالې ټولنې سره نوې پاڼه پرانیزي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق له طالبانو سره د تعامل د زیاتوالي په اړه د یو شمیر هیوادونو د غوښتنو په غبرګون کې وویل چې دا کار د افغانستان د خلکو په ګټه ندی.
نوموړي وویل:"له ملموسو پایلو پرته تعامل او د چلند له بدلولو پرته امتیاز ورکول، نه حکومتولۍ ښه کوي، نه بشري حقونه او نه هم سیاسي مشارکت."
روسیه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوازینۍ دایمې استازې ده چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پيژندلی، په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت په اړه اندیښنه وښوده.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازې انا ستیګنیفا وویل:"د اندیښنې یو بل مورد، په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د دوامدار حضور دی. له بده مرغه هغه اقدامات چې د چاروکو له خوا ددغو ترهګرو ګواښونو په وړاندې غوره شوي کافي ندي. یاده ډله د نویو غړو د جذب او د بهرنیو مالي منابعو د تامین په ګډون، د خپلو وړتیاوو د پیاوړې کیدو په حال کې ده."
چین که څه هم پر طالبانو د بندیزونو د رفع کیدو او د افغانستان بانک د شتمنیو د ازادیدو غوښتنه وکړه خو د میرمنو او نجونو پر وضعیت یې ژور خپګان وښود.
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازی فو کانګ وویل:"د افغانستان له حکومت څخه غواړو چې د خپل ملت او خلکو ګټو ته لومړیتوب ورکړي، د نجونو د زده کړو د تضمین، کار ته د میرمنو د غوره لاسرسي، صحي مراقبتونو، عمومي خدمتونو ته د لاسرسي او په ټولنیز ژوند کې د مشارکت په برخه کې عملي اقدامات وکړي."
پاکستان یو ځل بیا د طالبانو حکومت ترهګرو ډلو ته د پناه په ورکولو تورن کړ او له طالبانو سره یې وروستۍ جګړې ته په اشارې وویل چې اسلام آباد به خپلې دفاع ته دوام ورکړي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی عاصم افتخار احمد وویل:"له طالبانو څخه د پاکستان غوښتنه ساده او څرګنده ده: د ترهګرو په وړاندې د اثبات وړ او نه ستنیدو وړ اقدام، له بده مرغه دا غوښتنه لا نده پوره شوې."
د طالبانو حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ددې غونډي په اړه څه ندي ویلي خو د هغوی ویندویانو تل د یوناما ماموریت غیر موثر بللی او د افغانستان په خاوره کې یې د ترهګرو ډلو او د پاکستان ضد وسله والو ډلو شتون رد کړی دی.
بل لور ته، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، په اېکس (X) ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په هرات کې د ښځو او نجونو نیول د درېیمې پرلهپسې ورځې لپاره دوام لري.
بېنېټ دا اقدام غیرقانوني او د منلو وړ نه دی بللی. هغه ویلي چې نیونې باید ودرول شي او نیول شوې ښځې باید سمدستي خوشې شي.