د امریکا په متحدو ایالاتو کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه شاوخوا یوه اوونۍ وروسته د چین حکومت نن د جمعې په ورځ، نومبر ۱۳ ( لړم۲۳) جو بایډن ته په انتخاباتو کې د بري مبارکې ورکړې.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وانګ وینبن په یو خبري کنفرانس کې وویل ، " مونږ د امریکا د ولس د خوښې درناوی کوو. ښاغلي بایډن او میرمن هریس ته مبارکي وایو".
چین، روسیه او مکسیکو د نړۍ د یو شمیر نورو غټو هیوادونو په ګډون ښاغلي بایډن ته په انتخاباتو کې د بري مبارکي نه وه ورکړې. چین د همدې اوونۍ په سر کې یوازې همدومره ویلي و چې د ښاغلي بایډن د ګټلو په هکله خبر شویدي.
د برحال جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د واکمنۍ پدې تیرو څو کالونو کې د چین او امریکا اړیکې خړې پړې وې. دواړو هیوادونو د یو بل په صادراتو ګمرکې تعرفې لوړې کړلې او امریکا په هانګ کانګ کې د چین د ملي امنیت د جنجالي قانون د پلي کیدو په غبرګون کې په څو تنو چینایي چارواکو بندیزونه هم ولګول.
ښاغلي ټرمپ همدارنګه چین د امریکا او نړۍ دیموکراسۍ لپاره تر ټولو ستر ګواښ بللی و او په بیجنګ یې تور لګولی و چې د کویډ نولس بیمارۍ په هکله یې د نړۍ نه معلومات پټ ساتلي و.