امریکا کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر له یو میلیون واوښت

د امریکا متحده ایالاتو د نړۍ د هر بل هیواد په پرتله زیات کسان په کروناویروس اخته شوي دي. د چهارشنبې د ورځې اپریل ۲۹ (غوایي ۱۰) تر سهاره پدې هیواد کې یو میلیون او ۱۲۶۰۰ کسان پدې ویروس اخته شوي او تر اوسه په کې ۵۸۳۵۵ زره کسان له همدې کبله مړه شوي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا د متحده ایالتونو یو شمیر ایالتونه هڅه کوي چې د کروناویروس د مخنیوي لپاره لګیدلي یو شمیر محدودیتونه لغو کړي او ورو ورو اقتصادي او ټولنیز فعالیتونه بیرته پیل کاندي.

د هغو شمیرو له مخې چې د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون خپرې کړي د چهارشنبې د ورځې اپریل ۲۹ تر سهاره په نړۍ کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر څه دپاسه ۳.۱۳ میلیون تنو ته رسیدلی او نژدې ۲۱۸ زره کسان پدې ناروغۍ مړه شوي دي.

همداشان په ټوله نړۍ کې د هغو کسانو شمیر ۹۴۰ زره تنه دی چې ددې ساري ناروغۍ نه بیرته ښه شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو وروسته اسپانیا د ۲۳۲ زرو اخته کسانو او د ۲۳۸۲۲ مړینو په وجه دوهم او ورپسې ایټالیا ده چې نژدې ۲۰۲ زره کسان په کووید۱۹ اخته شوي او په دې وجه تر اوسه ۲۷۳۵۹ تنه مړه شوي دي.

په فرانسه کې ۱۶۹ زره کسان په کرونا اخته دي او ۲۳۶۹۴ تنه یې مړه شوي دي. بریتانیا کې ۱۶۲ زره کسان په کروناویروس اخته دي او ۲۱۷۴۵ تنه مړه شوي دي.

په جرمني کې سره له دې چې د اخته کسانو شمیر ۱۶۰ زرو ته رسیدلی خو د کووید۱۹ په وجه د مړینو شمیر یې د نورو ګاونډیو هیوادونو په پرتله لږ دی او پدې هیواد کې تر اوسه ۶۳۱۴ تنه ددې ویروس په وجه مړه شوي دي.

په چین کې چې کروناویروس ترې ټولې نړۍ ته خپور شو ۸۳۹۴۰ تنه په کروناویروس اخته شوي او ۴۶۳۷ تنه مړه شوي. خو داسې اټکل کیږي چې ښایي په چین کې د کروناویروس په وجه د اخته شویو او مړه شویو کسانو شمیر څو ځلې له دغو شمیرو څخه اوچت وي چې رپوټ شوې دي.

په ایران کې د چهارشنبې تر سهاره ۹۳۶۵۷ تنه په کروناویروس اخته شوي او تر اوسه پدې هیواد کې ۵۹۵۷ تنه له دې وجې مړه شوي دي.

په افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر مخ په زیاتیدو دی او د وروستیو شمیرو له مخې تر اوسه په کې ۱۹۳۹ کسان په دې ویروس اخته شوي او شاوخوا ۶۰ تنه یې مړه شوي دي.