د ایران په وړاندې د امریکا او اسرائیل د مشترکو عملیاتو په دوام، متحده ایالتونه د خامو تیلو د قیمت د لوړیدو له امله په موقتي ډول هیوادونو ته اجازه ورکوي چې د روسیې تیل وپیري.
په داسې حال کې چې د ایران په وړاندې جګړه څوارلسمې ورځې ته داخله شوې د امریکا د مالیې وزارت د تیلو او مالي بازارونو د بې ثباتۍ د مخنیوي په هدف په سمندر کې د روسیې په تیلو بندیزونه په موقتي ډول معاف کړي دي.
د امریکا مالیې وزارت یو عمومي لایسنس صادر کړی چې له ۳۰ ورځو وروسته ختمیږي. له دې سره اوس روسیه کولی شي چې خپل کابو ۱۲۸ میلیونه بیرل تیل وپلوري او د صنعتي برخې اجرایوي مشران وایي هغه تیل چې مخکې د امریکا له خوا پرې بندیز لګول شوی وو په ټانکرونو کې ځای پرځای شوي دي.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ د پنجشنبې په ورځ (د مارچ دولسمه) د ایکس پر ټولنیزې شبکې ولیکل:"د اوسنیو صادراتو په نسبت په نړیواله کچه د عرضې د زیاتیدو په هدف د امریکا د مالیې وزارت په موقتي ډول جواز وړاندې کوي څو هیوادونه وکړای شي په سمندر کې د روسیه شته تیلو وپیري."
هغه زیاته کړه:" د تیلو په بیه کې لنډمهاله لوړوالی لنډ او موقتي اخلال دی چې په اوږده مهال کې به زموږ هیواد او اقتصاد ته د پراخې ګټې لامل شي."
د امریکا له دې اقدام وروسته د یو بیرل تیلو بیه له ۱۰۰ ډالرو څخه راښکته شوه. د روسیې د تیلو مقدار چې په سیمه کې به هیوادونو ته ورسیږي، د هغو تیلو د شپږو ورځو په اندازه دي چې د هرمز له تنکي څخه تیریږي.
د جمعې په ورځ د یو بیرل برنټ خامو تیلو بیه ۹۹ ډالرو ته راښکته شوه. د امریکا په تګزاس کې د یو بیرل خامو تیلو بیه ۲ سلنه راولویده. د امریکا د ونډو بازارونه او نړیوال مارکیټونه بیا ثابت نه وو.
د مالیې وزیر همدارنګه زیاته کړه، امریکا په دې کار کوي چې د شرایطو په برابریدو سره د امریکا سمندري ځواک د هرمز له تنګي څخه تجارتي بیړۍ بدرګه کړي.
د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هیګست د جمعې په ورځ مارچ ۱۳ وویل د هرمز د تنګي په پرانیستلو کار کوي خو نوموړي جزیات ورنکړل چې د تجارت بهیر به څنګه بیرته عادي کیږي.
نوموړي د خبري کنفرانس پرمهال خبریالانو ته وویل:"لکه څنګه چې نړۍ یې ګوري، هغوی د هرمز په تنګي کې سخته ناهیلي تجربه کوي، هغه څه چې موږ سره مقابله کوو."
د تیلو تجاران او د تیل وړونکو کښتیو خاوندان وایي اوسمهال په ورځني شکل شاوخوا یو میلیون بیرل تیل د هرمز له تنګي څخه تیریږي چې اکثریت یې چینایي او روسیي تیل وړونکې کښتۍ دي. په داسې حال کې چې په عادي وخت کې له دې تنګي څخه په ورځ کې ۲۰ میلیونه بیرل تیل تیریدل.
په داسې حال کې چې ایران په سیمه کې پر نورو کښتیو د بریدونو کولو ګواښ کړی، متحدو ایالتونو اعلان کړی چې سر له راتلونکې اوونۍ به له خپلو ستراتیژیکو زیرمو څخه ۱۷۲ میلیون بیرل تیل عرضه کړي.
د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ د چهار شنبې په ورځ وویل چې د انرژۍ د قیمتونو د ټیټیدو په هدف به تیل عرضه کړي. بلخوا د انرژۍ نړیوال آژانس هم روانه اوونۍ موافقه وکړه چې له خپلو ستراتیژیکو زیرمو څخه به ۴۰۰ میلیونه بیرل تیل او چاڼ شوي محصولات عرضه کړي.
د امریکا نظامي اقدامات او د بیمې وړاندیز ممکن وکړای شي د تجارت د بهیر سره مرسته وکړي خو د اکمالاتي بهیر کارپوهان وایي په پراخه کچه د محصولاتو پر بیه تاثیرات څو اوونۍ وروسته معلومیږي.
د المونیمو قیمتونه مخ په لوړیدو دي او که دا بینظمي ګانې همداسې دوام وکړي نو په امریکا او اروپا کې به د موټر جوړونې، فضایي او ساختماني کمپنیو د تولیداتو لګښت لوړ شي.
پر دې سربیره، نورې اکمالاتي شبکې چې کیدای شي د جګړې له امله مختل شي، د کیمیاوي سرې او زراعت لوژیستیکي شبکو تر څنګ د ربړو، بریښنایي توکو، بیتریو، درملو، په آسیا کې د جامو جوړولو او بورې شبکې شاملي دي.
ایران په منځني ختیځ کې پر ګڼو کښتیو بریدونه کړي او عراق او دوبۍ سواحلو ته یې نږدې بیړۍ ویشتلي دي. د بحرین د تیلو پر یوه چانځای هم برید شوی دی.
په ورته وخت کې، د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر وايي چې د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو ویجاړول لا هم د دوی اصلي تمرکز دی. سنټکام دا هم ویلي چې د هرمز تنګي ته نږدې یې د ایران ۱۶ ماین ځای په ځای کوونکې کښتۍ ویجاړې کړې دي.
دغه تنګی فارس خلیج او د عمان خلیج سره نښلوي او د منځني ختیځ څخه د تیلو د صادراتو لپاره یوه مهمه لاره ده. د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تیل له دې سیمې څخه تېرېږي او له دې ځایه سیمې ته د تیلو د وړلو لپاره لږ بدیلې لارې شته.