د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران د امریکا او اسرائیل بریدونه؛ نړیوالو مارکیټونو کې د تیلو بیې لوړې شوي

په داسې حال کې چې د ایران په وړاندې جګړې شدت موندلی د دوشنبې په ورځ د مارچ په نهمه د نړیوالو مالي مارکیټونو تر یو څه ښه کیدو مخکې د یو بیرل تیلو بیه ۱۲۰ امریکایي ډالرو ته ورسیده، کوم چې له امله یې هغه هیوادونه متاثره شول چې د فارس خلیج څخه د تیلو او ګازو په تولید او لیږد کې مهم دي.

د جګړې د پراخیدو سره د نړۍ د انرژۍ مارکیټونو ته د تیلو او ګازو د پراخ لیږد په اړه چې شل سلنه یې د هرموز تنکي له لارې لیږدول کیږي، اندیښنې زیاتې شوي دي.

د دوشنبې په سهار د یو بیرل برنټ خامو تیلو بیه ۱۱۹.۵۰ ډالرو ته ورسیده خو وروسته بیا کابو ۱۰۶ ډالرو ته راټیټه شوه. دا په فارس خلیج کې د چاڼځایونو یا (تصفیه خانو) تر نښه کیدو وروسته ۱۴ سلنه زیاتوالی ښیي.

د بحرین د تیلو ملي کمپنۍ بپکو وروسته له هغه په خپلو چارو کې د ځنډ اعلان وکړ چې د هغه هیواد پر چانځای برید وشو. یاد هیواد وایي حالات د دوی تر کنټرول لاندې ندي او له همدې امله خپلې ژمنې نشي پوره کولی.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپله ټولنیزه رسنۍ تروت سوشیل کې د تیلو لوړیدونکې بیې "ډېره کوچنۍ بیه چې باید ورکړل شي" وباله.

ولسمشر ټرمپ د ټولنیزې رسنۍ په یو پیغام کې وویل:"د تیلو لنډمهاله قیمتونه به چې د ایران د اټومي تهدید په ختمیدو سره ډیر ژر ټیټ شي د امریکا او نړۍ د سولې او امنیت لپاره ډیر کم قیمت دی چې پرې کوي یې. یوازې احمقان به بل ډول فکر کوي."

د متحدو ایالتونو د انرژۍ وزیر کریس رایټ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل:"پلان دا دی چې د خلیج تیل، طبیعي ګاز، او نور ټول محصولات د هرموز تنکي له لاري ولیږدول شي... یو لوی ټانکر له کومې ستونزې پرته د تنکي له لارې تیر شوی... د انرژۍ جریان به ژر پیل شي."

د کویډ وبا راوروسته د تیلو قیمت خپلې لوړې کچې ته رسیدلی دی. یو شمیر شنونکي او پانګه وال وایي که د تیلو قیمتونه نور هم لوړ شي، دا به ښایي د نړیوالې اقتصادي ودې په وړاندې خنډ وي.

د جګړې د پایلو په اړه ناڅرګند حالت همدارنګه روانه اوونۍ په مالي مارکیټونو کې د تغیراتو لامل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG