متحدو ایالتونو په شاوخوا ۶۰ هېوادونو باندې نوې تعرفې ولګولې

متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ (جولای۲۴) امریکا ته د شاوخوا ۶۰ هېوادونو په وارداتو باندې نوې تعرفې ولګولې او وايي چې دغو تجارتي شریکانو یې د اجباري کار په تولیداتو باندې د بندیزونو په لګولو کې کافي کار نه دی کړی.

نوې تعرفې د ۱۰ فیصدو څخه نیولې تر ۱۲.۵ فیصدو پورې دي. دا تعرفې داسې مهال لګول کېږي چې د ولسمشر ټرمپ د حکومت هغه ۱۰ فیصده نړیواله تعرفه نن ختمه شوه، چې د روان کال په پیل کې یې لګولې وه.

په دغو نویو تعرفو کې امریکا ته ۹۹.۴ فیصده واردات شامل دي، خو تیل، ګاز، کیماوي سره، موټرونه، وسپنه، المونیم او حیاتي منرالونه په کې مستثنی دي.

د متحدو ایالتونو د تجارت استازي جمیسون ګرییر په یوې اعلامیې کې ویلي، "متحدو ایالتونو له شاوخوا یوې پېړۍ راهېسې د اجباري کار په تولیداتو بندیز لګولی او په دقت سره یې اجرا کوي. اوس یې وخت رسېدلی چې زموږ تجارتي شریکان هم همدا کار وکړي. نننی اقدام به د هر هغه څه د اصلاح لپاره وي، چې هم د بشري حقونو څخه سرغړوونه ده او هم بې لارې کوونکی تجارتي تحریف دی، چې په هر ځای کې د کارکوونکو هوساینه ښه شي. "

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان نن جمعه وویل چې چین "ټولې یو اړخیزې تعرفې ردوي" او تجارتي جګړې د هېڅ یو لوري په ګټه نه دي.

د استرالیا د تجارت وزیر ډون فاریل دا تعرفې " کاملا نه توجیه کېدونکې" وبللې او ویې ویل چې هېواد یې د مریتوب مسئله جدي ګڼلې ده.

د فیلیپین د تجارت وزیرې کریستینا روکه وویل چې حکومت به یې "له متحدو ایالتونو سره خبرې کوي چې ټېنګار وکړي هېواد یې د hجباري کار په ضد قوي تګلاره" لري.

ولسمشر ټرمپ هڅه کړې چې د تعرفو له لارې د متحدو ایالتونو صنعتي تولید کوونکي تقویه کړي.

د متحدو ایالتونو سترې محکمې د فبرورۍ په میاشت کې د تعرفو په اړه د ولسمشر ټرمپ لومړۍ هڅه، چې ویل یې تجارتي کسر د ملي اضطراري حالت څرګندوونه کوي، رد کړې وې.

ولسمشر ټرمپ له دې وروسته سمدستي "نوې او مجوزې قانوني تعرفې" ولګولې او د ۱۰ فیصده نړیوالې تعرفې د لګولو لپاره یې په یو جلا تجارتي قانون تکیه وکړه، دا تعرفه، چې ۱۵۰ ورځې عملي وه، نن جمعه پای ته ورسېد.

د مارچ په میاشت کې د متحدو ایالتونو د تجارتي استازي د اجباري کار په تولیداتو باندې د بندیزونو په هکله د ۶۰ تجارتي شریکانو په اړه د تحقیقاتو د پيل اعلان وکړ چې په پایله کې یې د جمعې په ورځ نوې تعرفې اعلان شوې.

سپینې ماڼۍ په دې وروستیو کې له برازیل څخه امریکا ته په ډېرو وارداتو ۲۵ فیصده تعرفې ولګولې او د چهارشنبې په ورځ عملي شوه، همدغه راز د کاناډا څخه امریکا ته په وارداتو باندې ۵۰ فیصده تعرفې لګول شوې چې د اګست په میاشت پیل کېږي.