د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران په هرمز تنګي کې پر یوې کارګو کښتۍ په برید کولو تورن کړی او دا یې د دواړو خواوو له خوا د شوي هوکړې څخه سرغړونه بللې ده.
ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ (جون ۲۶) د ټروت سوشل په ټولنیزې رسنۍ کې په یوه پیغام کې لیکلي: "د ایران اسلامي جمهوریت پر هغو کښتیو چې د هرمز تنګي څخه د تیریدو په حال کې وې د ډرونونو څلور بریدونه کړي دي. یو له دغو ډرونونو څخه په مستقیم ډول د یوې لویې او ډېرې قیمتي بار وړونکې کښتۍ پورتنۍ برخه په نښه کړه. کښتۍ ته زیان اوښتی، خو وتوانېده چې خپل سفر ته دوام ورکړي. موږ درې نور ډرونونه ویشتلې. دا په ښکاره زموږ د هوکړې څخه یوه بې باکانه سرغړونه ده.."
دا کښتۍ د سنګاپور ده او د یاد هیواد چارواکو په یوه اعلامیه کې "ژوره اندیښنه" څرګنده کړې او ویلي یې دي چې "ایور لولي" په نوم کښتۍ لږ زیان لیدلی دی.
د چارواکو په وینا، دا برید د پنجشنبې په شپه د سنګاپور په وخت د شپې لس بجې شوی خو دوی ویلي چې د کښتۍ ۲۱ علمه روغه رمټه ده.
دا د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د وروستي هوکړه لیک وروسته د هرمز په تنګي کې لومړی دا ډول پېښه ده. متحده ایالاتو په پرله پسې توګه ټینګار کړی چې د ایران په اړه د دوی ارزونه د هغوی د کړنو پر بنسټ ده.
دغه برید د ملګرو ملتونو د سمندري چارو د سازماان هغه هڅې په لنډمهاله توګه وځنډولې چې له مخې یې د متحده ایالاتو او ایراني رژیم ترمنځ د ۱۱۰ ورځنۍ جګړې وروسته په سیمه کې د ۱۱۰۰۰ څخه د ډیرو بندو پاتې کښتیو د ایستل کیدو لپاره کار کوي.
ددغه سازمان عمومي منشي، ارسيونيو دومینګیز، وویل د جون په ۲۳مه د هغوی د عملیاتو پیل څخه ۱۱۵ کښتۍ او ۲۵۰۰ سمندري کارکوونکي ایستل شوي دي.
د جمعې په ورځ، دومینګیز په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې په منځني ختیځ کې د شخړې پرمهال پر کښتیو په څه باندې ۴۰ بریدونو کې ۱۴ سمندري کارکوونکي وژل شوي دي.