د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ایران په مذاکراتو کې لوی امتیازات ورکوي

 د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې ایران له متحدو ایالتونو سره د سولې په لومړنیو مذاکراتو کې لوی امتیازات ورکوي.

نوموړي د چهار شنبې په ورځ (جون ۲۴) د کانګرس څخه د لیدنې پرمهال وویل:"موږ یې په لوی توپیر ګټو. ایران ډیر لوی امتیازات ورکوي. وبه ګورو چې څه کیږي."

خو نوموړي د چهار شنبې په ورځ وویل دی به له ایران سره له هرې هغې وروستۍ هوکړې سره مخالفت وکړي چې پکې د کښتیو پر تګ راتګ حق العبور وضع شوی وي او خبرداری یې ورکړ چې دا به د یوې پراخې بیلګې ایجادیدو سبب شي.

ټرمپ د یوه خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دی به داسې هوکړه چې پکې د کښتیو لپاره حق العبور وي مخه ونیسي، وویل:"هو، دا به ماته د منلو وړ نه وي ځکه موږ ډیر تنګي لرو. که د هغوی لپاره دا کار وکړئ، نو باید د نورو لپاره یې هم باید وکړئ. نور تنګي هم شته. زه به هلته هم ددې اجازه ورنکړم. دا به د لوبې لوی بدلیدونکی وي."

ولسمشر ټرمپ ویلي ایران متحدو ایالتونو ته خبر ورکړی چې د هرمز په تنګي کې له کښتیو څخه هیڅ ډول حق العبور وانخلي.

بلخوا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ په بحرین کې د خلیج هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په لیدنه کې وویل چې د خلیج هیوادونه هم د هرمز په تنګي کې د حق العبور له اخیستلو څخه ملاتړ نه کوي.

روبیو وویل، له ایران سره به هر ډول هوکړه د واشنګټن د عرب متحدینو د امنیت تضمین کوونکې ووسئ.

ښاغلي روبیو وویل: "د هغه پیغام سره چې زه راغلی یم دادی چې موږ غواړو ډاډ رامنځ ته کړو هره پریکړه چې د مذاکراتو د پروسې په جریان کې کیږي، په سیمه کې زموږ د متحدینو او شریکانو ګټې پکې تل په پام کې ونیول شي. ددې توافق په هیڅ برخه کې داسې څه نشته چې پکې د خلیج په سیمه کې زموږ د شریکانو او متحدینو امنیت، ثبات او یا هم نیکمرغي له پامه وغورځوي. "

د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د هوکړې تر لاسلیک کیدو وروسته، دواړو خواوو د یکشنبې په ورځ په سویس کې وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره د مقدماتي پړاو لومړي مذاکرات وکړل.

قطر او پاکستان، چې په دغو خبرو کې منځګړي هېوادونه دي، ویلي دي چې واشنګټن او تهران په راتلونکو ۶۰ ورځو کې وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره پر یوې نقشې هوکړه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG