د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د ایران په اړه د ناټو غړو هېوادونو امریکا مایوسه کړې

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د ناټو غړو هېوادونو د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل د ګډو پوځي عملیاتو په اړه د خپل غبرګون او همدارنګه د خپلو پوځي اډو د نه کارولو له امله امریکا مایوسه کړې ده.

ټرمپ دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د جون ۲۴مه په سپینه ماڼۍ کې د ناټو له سرمنشي مارک روته سره د لیدنې پر مهال وکړې.

ټرمپ وویل، "موږ مایوسه شوو. موږ په دې برخه کې هېڅ مرستې ته اړتیا نه لرله، خو ښه به وای چې هغوی ویلي وای: ‘موږ غواړو مرسته وکړو. "

هغه زیاته کړه، "زه له ایټالیا څخه مایوسه شوم. زه له بریتانیا څخه مایوسه شوم ـ هغه [صدراعظم کایر سټارمر] اوس استعفا وکړه. موږ له جرمني او فرانسې څخه هم مایوسه یو. له اکثره هېوادونو مایوسه یو. هسپانیه بیا یوه بشپړه ناکامه بېلګه ده. "

ټرمپ وویل چې د مارک روته لپاره "ډیر درناوی " لري.مارک روته وویل چې د ایران د اټومي وړتیاوو پر ضد د امریکا پوځي عملیات مهم وو.

هغه وویل، "زه واقعاً غواړم روښانه کړم چې په ایران کې ستاسو اقدامات څومره مهم دي. دا تر هر څه وړاندې د ایران د اټومي وړتیاوو موضوع وه، چې نږدې وه هغه یې ترلاسه کړي. دا به د سیمې لپاره ګواښ وای او د ټولې نړۍ لپاره به هم خطر وای. "

روته ومنله چې امریکا له ناټو څخه ناخوښه ده، خو ویې ویل چې د ناټو غړو هېوادونو، د ځینو جلا مواردو سربېره، د امریکا د عملیاتو په ملاتړ کې مهم رول لوبولی دی. هغه یادونه وکړه چې رومانیا په بخارست کې سوداګریزې الوتنې ودرولې څو امریکایي د سون توکو رسوونکو الوتکو ته اسانتیا برابره کړي.

روته وویل، "زه ستاسو د دې ناخوښۍ په اړه پوهېږم، خو که شمېرو ته وګورو، د دې جګړې په شپږو اونیو کې، تر هغه چې د اپرېل په نیمایي کې اوربند وشو، له ۴۰۰۰ تر ۵۰۰۰ امریکایي الوتکو په اروپا کې له پوځي اډو الوتنې کړې دي. "

ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې د ناټو پر متحدینو فشار راوړي چې په دفاعي برخه کې خپلې پانګونې زیاتې کړي، د امنیتي بار په وېش کې ډېره ونډه واخلي او تر ۲۰۳۵ کال پورې لږ تر لږه د خپل ناخالص کورني تولید (GDP) پنځه سلنه دفاعي لګښتونو ته ځانګړې کړي.

روته د چهارشنبې په ورځ وویل چې ناټو د ټرمپ د پرله‌پسې ټینګار له امله پیاوړې شوې ده، ځکه چې غړو هېوادونو خپل دفاعي لګښتونه لوړ کړي دي.

هغه وویل چې کاناډا او اروپایي هېوادونو له ۲۰۱۷ کال راهیسې، چې ټرمپ د لومړي ځل لپاره ولسمشر شو، په دفاعي لګښتونو کې ۱.۲ ټریلیون ډالر زیاتوالی راوستی دی.

روته وویل، "دا ستاسو سند دی "، او یوه چارت ته یې اشاره وکړه چې د هغه په وینا د ناټو د نورو غړو هېوادونو د دفاعي لګښتونو زیاتوالی ښيي.

ټرمپ پلان لري چې د جولای په ۷ او ۸ نېټه د ناټو د مشرانو په سرمشریزه کې چې په ترکیې کې ترسره کیږي ګډون وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG