د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس له ایران سره له هوکړې پرته له پاکستان څخه ولاړ.
نوموړي د یکشنبې په ورځ (اپریل ۱۲ ) په اسلام آباد کې سهار وختي خبریالانو ته وویل چې د ایران رژیم د اوربند د پیاوړي کولو لپاره د امریکا 'وروستی او غوره' وړاندیز ونه مانه.
د ونس په وینا هغوی (ایران) د رژیم پر وړاندې امریکا -اسرائیل په پوځي عملیاتو کې د لنډمهاله اوربند د پیاوړي کولو لپاره د موافقې لپاره د امریکا شرطونه ونه منل.
د ولسمشر ټرمپ مرستیال جې ډي ونس وویل چې ۲۱ ساعته خبرې له کومې هوکړې پرته وروسته له هغه پای ته ورسیدې چې امریکا ایراني لوري ته خپل وروستی او غوره وړاندې وړاندې کړ.
ونس د شنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشري د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته ورسید. په دې پلاوي کې له هغه سره د سولې لپاره د ولسمشر خاص استازی او د ولسمشر سلاکار جیراد کوشنر هم ورسره ملتیا کوله.
ونس وویل: "موږ له ایرانیانو سره یو لړ جدي خبرې اترې وکړې - دا ښه خبر دی. بد خبر دا دی چې موږ کومې هوکړې ته نه رسیدو، او زما په اند دا د امریکا متحده ایالاتو په پرتله د ایران لپاره ډېر بد خبر دی."
د امریکا مذاکره کوونکو له ایراني او پاکستانی منځګړو سره درې اړخیزې خبرې اترې وکړې چې دا د امریکا او د ایران د رژیم ترمنځ نادرې مستقیمې خبرې اترې وې. د ایران رژیم له اوږدې مودې راهیسې امریکایي چارواکو ته د پیغامونو د رسولو لپاره د دریم ګړو اړخونو په واسطه پرمخ ځي.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچی د ایران د پلاوي مشري کوله. له خبرو اترو وروسته دواړو لورو په خپلو ایکس پاڼو کې سمدستي تبصره ونه کړه. د پاکستان د حکومت لوري هم د خبرو اترو د پایلو په اړه سمدستي تبصره نده شوې.
ونس خبریالانو ته وویل چې د امریکا لوري پر ایرانیانو د "یوې مثبتې ژمنې" لپاره فشار راوست چې هغوی به د اټومي وسلو په لټه کې نه وي او د هغو وسایلو په لټه کې به هم نه وي چې دوی ته ژر د اټومي وسلو ترلاسه کولو وړتیا ورکړي."
مرستیال ولسمشر خپلې خبرې ددې په ویلو پای ته ورسولې چې هغه او ټیم یې له پاکستان څخه " د یوه ډېر ساده وړاندیز، زموږ وروستي او غوره وړاندیز سره ځي. به وګورو چې ایا ایرانيان به یې ومني که نه."
څو ساعته وړاندې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ څخه فلوریډا ته د تګ پر مهال له خبریالانو سره د پاکستان د خبرو په اړه خبرې وغږید او ویې ویل: "دا چې موږ هوکړه کوو که نه، زما لپاره کوم توپیر نه کوي، او دلیل یې دا دی چې موږ ګټلې ده."
ولسمشر ټرمپ خپله دا ارزونه بیا تکرار کړه چې د امریکا – اسرائیل د ۳۸ ورځنیو عملیاتو په نتیجه کې د ایران ترهګر رژیم ته "په بشپړه توګه ماته ورکړېډه".
نوموړي وویل چې دا بریدونه یې تیره سه شنبې د رژیم د پاتې شونو سره د هغوی د ناوړه فعالیتونو د درولو لپاره د جوړجاړي په اړه د خبرو اترو لپاره د یوې بلې هڅې په موخه ودرول.
ولسمشر ټرمپ دا هم وویل چې امریکا به د هرمز تنګي "پرانیزي". ایران د یاد هیواد د رژیم په وړاندې د امریکا په مشرۍ عملیاتو ته د غبرګون په توګه د منځني ختیځ له لوري نړیوالو بازارونو ته د انرژۍ د صادراتو لپاره د دې مهمې لارې څخه تګ راتګ بند کړ.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا د سمندري ځواک د توغندیو دوه ویجاړوونکې کښتۍ، یو اېس اېس فرانک اي پیټرسن او یو اېس اېس مایکل مورفي، د شنبې په ورځ د هرمز تنګي څخه ترې تېرې شوې او په خلیج کې یې فعالیت کړي دي.
سنټکام وویل چې د جنګي کښتیو دا تحرکات د یوه پراخ ماموریت برخه ده ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې تنګه د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران لخوا د مخکې ایښودل شویو سمندري ماینونو څخه په بشپړه توګه پاکه شي. امریکا د ایران سپاه پاسداران د یو ترهګر ګروپ په توګه پیژني.
د سنټکام قوماندان جنرال براډ کوپر وویل: "نن، موږ د یو نوې لارې جوړولو پروسه پیل کړه او موږ به دا خوندي لاره ډیر ژر د سمندري صنعت سره شریکه کړو ترڅو د سوداګرۍ ازاد جریان وهڅوو."
د ایران رژیم د اونیو راهیسې پر نړیوالو کښتیو په برید او ګواښلو او د خوندي تګ راتګ لپاره د حق العبور د غوښتلو له لارې، دا تنګه په عملي توګه بند کړې ده. د دې تنګي له لارې د تګ راتګ په ورو کېدو سر ه د نړۍ د انرژۍ په بیو کې زیاتوالی راغلی دی.