د امریکا د متحدو ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي چې ډیر ژر به د ایران په وړاندې بریا ترلاسه شي او دا چې ایران له امریکا سره په جګړه کې ماته خوړلې ده.
ولسمشر ټرمپ د چهار شنبې په ماښام (اکتوبر ۲۸) د اوهایو په ایالت کې د یوې انتخاباتي غوندې پرمهال د ایران په وړاندې د امریکا نظامي اقداماتو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د یاد هیواد په وړاندې به ډیر ژر بریا ترلاسه شي.
ټرمپ وویل چې د ایران اسلامي جمهوري له امریکا سره په جګړه کې ماته خوړلې او اوس کار باید بشپړ شي.
ټرمپ په خپلو خبرو کې یوځل بیا اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي په مخنیوي ټینګار وکړ او ویې ویل چې ایران به هیڅ وخت اټومي وسلې ونلري.
نوموړي وویل:" هغوی بحري ځواک نه لري. هغوی هوايي ځواک نه لري. پوهېږئ چې د هغوی بحري ځواک چېرته دی؟ ۱۵۹ کښتۍ، ټولې د سمندر په تل کې دي. پوهېږئ چې هغوی څومره کښتۍ لري؟ هغوی ۱۵۹ درلودې. هره یوه کښتۍ یې د سمندر په تل کې ده. ۲۶۸ الوتکې، پوهېږئ چېرته دي؟ د ایران د اسلامي جمهوریت د الوتکو د ځغاستو په لیکو کې ټوټه ټوټه دي. د هغوی رادار له منځه تللی دی. د هغوی د هوایي مدافع (سیسټم) ټول له منځه تللی دي."
ولسمشر ټرمپ همدارنګه د وال سټریټ ژورنال هغه راپور چې ویلي یي دي د هغه مرستیال جې ډي ونس، د ایران سره د مذاکراتو د پیل په اړه د هغه هیواد د ملي امنیت د عالي شورا مشر محسن رضایي ته یو لیک استولی، رد کړ.
یوه خبریالا له ولسمشر څخه پوښتنه وکه چې آیا ونس د مذاکراتو د پیل لپاره ایران سره تماس نیولی، ټرمپ یې په ځواب کې وویل:"د هغوی د طبي توکو او نورو بیلابیلو شیانو په برخه کې مرستې ته اړتیا درلوده. هغه له ما پوښتنه وکړه چې څه فکر کوم. ما وویل، که غواړې دا وکړې، سمده. په اصل کې دا له ناروغو خلکو سره د مرستې لپاره د توکو برابرول دي. "
ولسمشر ټرمپ تیره اوونۍ له ایران سره مذاکرات رد کړل او ویې ویل چې له یوې لارې نه له یوې لارې به ژر د ایران سره مسله هوار شي.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په خپله ایکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي دي چې تهران له منځګړو سره په منظم تماس کې دی څو د هغه په وینا، هغه مفکورې وڅیړل شي چې د اوه ورځنۍ طرحې پلي کیدل تضمین کړي.
تهران تر دې وړاندې وړاندیز کړی وو که د امریکا متحده ایالات د ایران سمندري محاصره پای ته ورسوي، د هرمز تنګی به د اوو ورځو په موده کې خلاص شي.
خو ولسمشر ټرمپ ددې طرحې په ردولو سره ویلي که ایران ځکه د هرمز تنګي د پرانیستلو په لټه کې دی چې یاد هیواد د ماتې په حال کې دي.