د امریکا د عدلیې وزارت د واشنګټن ډي سي په افغان مشکوک بریدګر نوي تورونه لګولي

د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت لوګو

د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارد په سرتېرو باندې په مشکوک بریدګر رحمان الله لګڼوال باندې نوي تورونه لګولي دي. هغه وار د مخه په قتل تورن شوی.

لکڼوال د نومبر په ۲۶مه نېټه د متحدو ایالتونو د ملي ګارد په غړو برید وکړ، یو تن یې وواژه او بل یې ژوبل کړ، امریکایي مقاماتو دا یو ترهګریز برید بللی دی.

نوي تورونه د جنورۍ په نهمه نېټه لګول شوي و، خو د واشنګټن ډي سي لپاره د متحدو ایالتونو د څارنوالۍ دفتر د دوشنبې په ورځ، د جنوري په ۱۲، اعلان کړل.

رحمان الله لکڼوال په دوو نورو تورونو تورن شوی چې د ملي ګارد دوو نورو غړو د وژنې نیت یې درلوده، دغو دوو غړو لکڼوال د برید په ځای کې توقیف کړی و. دغه سرتیري د R.R. او E.S په مخففو نومونو یاد شوي.

د عدلیې وزارت وايي چې لکڼوال وار د مخه په لومړۍ درجې عمدي قتل او د جرم د ترسره کولو لپاره له یو ایالت څخه بل ته د وسلې او مهماتو په انتقال تورن شوی؛ همدغه راز هغه د وسله وال تاوتریخوالي او خطرناک برید په مهال د وسلې لرلو له کبله په څلورو قضیو کې تورن شوی دی.

د واشنګټن ډي سي لپاره د متحدو ایالتونو لویې څارنوالې جینین فریس پیرو د دوشنبې په ورځ د خپل ایکس په حساب کې ولیکل: «موږ په جدي توګه د لکڼوال قضیه تعقیبوو. هېڅ انتخاب لا له پامه غورځول شوی نه دی او موږ د نورو تورونو په لګولو غورکوو.»

لکڼوال د تېرکال د نومبر په ۲۶مه نېټه په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارد په غړو باندې د برید له کبله ونیول شو او اوس په توقیف کې دی، په دې برید کې د ملي ګارد ۲۰ کلنه غړې سارا بکستروم ووژل شوه او بل ۲۴ کلن غړی اندرو ولف ژوبل شو.

امریکايي مقاماتو تېره میاشت د لکڼوال قضیه له محلي محکمې څخه د فدرال محکمې ته انتقال کړه. لویې څارنوالې پیرو لیکلي دي: «له محلي محکمې څخه د ولسوالۍ محکمې ته د دې قضیې انتقال دا تضمنیوي چې موږ د اعدام د مجازاتو د ټاکلو لپاره، چې دلته لازمي دي، جدي، دقیقه او سنجیده تحلیل او تجزیه وکولای شو.»

د عدلیې وزارت وایي چې دغه مشکوک کس د واشنګټن ایالت له بلینګهم څخه واشنګټن ډي سي ته په خپل موټر کې راغلی و، یوه تومانچه ورسره وه او له کوم تحرک پرته یې د ملي ګارد په دوو غړو برید کړی دی.

د دې تور په اساس، لکڼوال په هغې وسلې برید کړی دی چې په ۲۰۲۳ کال کې په واشنګټن ډي سي کې غلا شوې وه، د برید په مهال د ملي ګارد درېیم غړي بریدګر ووېشت، ویې نیوه او وسله یې هم د برید په ځای کې تر لاسه شوه.

د متحدو ایالتونو د ملي امنیت وزارت وايي چې رحمان الله لکڼوال د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په اتمه نېټه له افغانستان څخه د کړکیچن بهیر د وتلو په مهال «ملګرو ته د ښه راغلاست» پروګرام له لارې امریکا ته راغلی.