د ترهګرۍ په وړاندې د متحدو ایالتونو د مبارزې د ملي مرکز مشر جو کینټ وايي چې د مخکني ولسمشر جوبایډن په حکومت کې امریکا ته په راغلیو او راوستل شویو کسانو کې یې ۱۸۰۰۰ د پیژندل شويو او مشکوکو ترهګرو په توګه په نښه کړي دي.
ښاغلي کینټ تېره ورځ ډسمبر ۱۱ د متحدو ایالتونو د استازو خونې د کورني ملي امنیت کمېټې ته وویل چې «د داعش او القاعدې په څېر جهادي ډلو سره د روابطو له کبله دغو کسانو ته باید په عادي حالاتو کې هېڅکله زموږ هېواد ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوې » نه وای.
هغه وویل: «خو د بایډن حکومت یوازې دا نه چې هغوی ته اجازه ورکړه چې هېواد ته داخل شي، بلکې په ډېرو قضیو کې یې د داخلېدو چارې یې اسانه کړې، لکه د هغه افغان ترهګر چې د شکرانې تر ورځې مخکې یې زموږ د ملي ګارد یوه سرتېره یې وواژله او یو بل یې ژوبل کړ، دغه افغان د هغو ۱۰۰زرو افغانانو له ډلې و، چې له افغانستان څخه د ګډ وډ وتلو په مهال راوستل شوی و.»
نوموړي زیاته کړه چې متحدو ایالتونو ته د راتګ لپاره په سم ډول د دغو افرادو تحقیق او څېړنه نه وه شوې.
ښاغلي جو کینټ چې د متحدو ایالتونو د ځینو نورو امنیتي مقاماتو سره یې په ګډه د استازو خونې د کورني ملي امنیت کمېټې ته معلومات ورکول وویل چې د واشنګټن ډي سي ترهګر رحمان الله لکڼوال د هغو لسګونو زره کسانو له ډلې څخه دی چې د بايډن حکومت په مهال امریکا ته راغلي.
هغه وویل: «اوس، هغه افغان او هغه ترهګر د هغو ۸۸۰۰۰ کسانو څخه یو دی. موږ د دغو ۸۸۰۰۰ کسانو له ډلې څخه ۲۰۰۰ پېژندلي چې له ترهګرو سازمانونو سره روابط لري. موږ د کورني امنیت له وزارت او اف بي آې سره اوږه اوږه کار کوو چې دا ۲۰۰۰ کسان تعقیب کړو، هغه افغانان چې له ترهګرو سازمانونو سره روابط لري او د ملګرو د ښه راغلاست د پروګرام په اساس دلته (امریکا کې) دي. په دې سربېره، هغه ۱۶۰۰۰ افراد هم چې له ترهګرو سازمانونو سره روابط لري او بایډن زموږ هېواد ته د داخلېدو اجازه ورکړې. دا شاید د اوس لپاره تر ټولو لوړ ترهګریز ګواښ وي چې موږ ورسره مخامخ یو، په دوی کې هغه افراد شامل نه دي چې د خلاصو سرحدونو له لارې په ناقانونه توګه راغلي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو د ځانګړو سیاسي چارو بدیلې استازې، جنیفر لوسیتا د امنیت شورا په غونډې کې وویل چې په افغانستان کې د متحدو ایالتونو ترټولو ستر لومړیتوب، د امریکایي وګړو او د دې هېواد (امریکا) ساتنه ده چې په کې «له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو مخنیوی او د ټولو هغو کسانو خوشې کول شامل دي چې په ناحقه بندیان دي»..
مېرمن لوسیتا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه وغوښتل چې «دا شورا باید د ترهګرۍ ضد ژمنو په وړاندې د پرمختګ د نه شتوالي، په برمته دپلوماسۍ کې ښکېلتیا او د افغانستان د خلکو د هوساینې له پامه غورځولو له امله» د طالبانو مواخذه کولو ته ادامه ورکړي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ځواکونو په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه ووتل او د انتقال په ماموریت کې لسګونه زره افغانان متحدو ایالتونو ته راوستل شول، د راپورونو په اساس، په دوی کې د افغانستان د مخکني حکومت پوځي منصبداران، ملکي مقامات، د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، همکاران، د بشري حقونو فعالان او دا ډول نور کسان شامل دي، دوی ادعا کوي، چې د طالبانو په حکومت کې یې ژوند په خطر کې دی. د بایډن حکومت له افغانستان څخه یې د انتقال ماموریت بریالی او تاریخي بللی و.
فورم \ دبحث خونه