امریکايي چارواکي: له طالبانو سره خبرو کې پرمختګ شوی

Rodney Hunter

د امریکا متحده ایالتونه وايي له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګونه شوي دي چې کولای شي له یادې ډلې سره د هوکړې د لاسوند نهايي کیدو ته زمینه برابره کړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سیاسي چارو همغږي کوونکي روډني هنټر ویلي چې په دې لاسوند کې به د طالبانو دا تعهد هم وي چې د افغانستان له خاورې څخه به د بل هیڅ هیواد په وړاندې کار نه اخلي.

ښاغلي هنټر چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې خبرې کولې وویل،”ددغه لاسوند تر نهايي کیدو وروسته به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په څرنګوالي بحث پیل شي. خو هغه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو حضور د افغانستان د وضعیت له څرنګوالي سره تړاو ولري. “

هغه وویل: "امریکا له طالبانو سره په خبرو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پرمختګ کړی دی او ممکن ډیر ژر د داسې یو متن لاسوند جوړ شي چې د طالبانو تعهدات همپکې شامل وي."

د طالبانو یو ویاند د سه شنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې له امریکا سره په خبرو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو هوکړه شوې ده خو دا څرګندونې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له خوا رد شوې وې.

ښاغلي هنټر زیاته کړه: " امریکا طالبانو ته روښانه کړې چې په افغانستان کې د خپل نظامي حضور کمیدو ته چمتو ده خو د پوځیانو د شمیر او یا هم د وتلو د مهال ویش پر سر هوکړې ته لا نه یو رسیدلي. د بهرنیو ځواکونو په اړه وروستۍ پریکړه له دولت او د سولې سره کیږي."

چین ته د طالبانو د پلاوی سفر

ددغه امریکايي ډیپلومات څرګندونې په داسې حال کې بیانیږي چې د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ څه موده وړاندې ټینګار کړی وو چې تر هغه پورې چې د تروریزم مشکل نه وي هوار شوی ، امریکايي ځواکونه به افغانستان پرې نږدي.

په هغو خبرو اترو کې چې امریکا له طالبانو سره پیل کړي پر څلورو موضوعاتو باندې بحث شوی چې په کې، د بل هیڅ هیواد په وړاندې د افغانستان د کارولو په اړه د طالبانو ډاډ، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور څرنګوالی، بین الافغاني مذاکرات او دوامداره اوربند شامل دی.

بلخوا د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې روانه اونۍ د طالبانو د یوه پلاوي کوربه وو.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کانګ وویل چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رئیس ملا برادر او د طالبانو د ډلې یو شمیر نورو غړو چین ته په سفر کې ددغه هیواد له چارواکو سره خبرې کړي دي.

هغه ددغه سفر دقیق وخت په اړه څه ونه ویل.