د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ د طالبانو ځواب کې: موږ تل بین الافغاني مذاکرات غوښتي


ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، افغان حکومت د سولې د «بین الافغاني» مذاکراتو اصلي تسهیلونکی او غوښتونکی دی.

ارګ پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د طالبانو مشر پخپل اختریز پیغام کې ویلي چې افغان حکومت د طالبانو او افغان سیاسینو ترمنځ په «بین الافغاني» مذاکراتو کې خنډ جوړوي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې چې افغان حکومت د سولې د تامین په برخه کې کوم اقدامات تر سره کړي بیساري دي.

ارګ په اندونیزیا، سعودي عربستان او افغانستان کې د دیني علماو کنفرانسونه او مشورتي لویه جرګه، د افغان سولې په اړه هغه لوی اقدامات یادوي چې د افغان حکومت په ابتکار او غوښتنه شوي دي.

افغان حکومت دغه مذاکراتي ټېم د بین الافغاني مذاکراتو لپاره چمتو کړی و
افغان حکومت دغه مذاکراتي ټېم د بین الافغاني مذاکراتو لپاره چمتو کړی و

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال صمیم عارف د شنبې په ورځ د «غبرګولې پر ۱۱مه» له امریکا غږ سره مرکه کې وویل، چې افغان حکومت هره لحظه اوربند او بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو دی. خو زیاتوي چې طالبانو تل پر جګړې ټینګار کړی دی.

هغه وویل، افغان حکومت تېره میاشت د دوحې «بین الافغاني» کنفرانس ته پوره چمتووالی درلود، خو د طالبانو د مخالفت له امله دغه مذاکرات لغوه شول.

نوموړي زیاته کړه: "د افغان حکومت په استازیتوب یو لوی ګروپ اماده شوو چې ولاړ شي د رئیس جمهور هدایت هم دا و چې (دوی) د سولې پیغام یوسي ... خو بدبختانه دغه ډایلوګ و نه شو ... نو هغه چې ونه شو د هغوی ناکامي په چا پوري اړه لري؟ هغه ناسته ولې ونه شوه؟ طالبان صرف ادعا کوي هغه ثابتولی نشي."

  • په بین الافغاني مذاکراتو کې پرمختګ شوی.

طالبان پر داسې مهال د افغان سولې په اړه په «بین الافغاني» مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکوي، چې تېره اونۍ دغه ډلې له افغان سیاسي او جهادي مشرانو سره په روسیه کې دوه ورځني «بین الافغاني» مذاکرات وکړل.

مسکو کې د طالبانو مذاکراتي ټیم
مسکو کې د طالبانو مذاکراتي ټیم

په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې دواړو لورو په افغانستان کې د سولې او ثبات ترڅنګ پر اوربند هم خبرې وکړې، خو کومه موافقه پکښي رامنځته نه شوه.

تر دې مخکې د افغان سولې په اړه په دوحه کې هم د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ شپږم پړاو خبرې پای ته ورسېدې چې دواړو لورو له کومې موافقې پرته پکې د پرمختګ خبر ورکړ.

XS
SM
MD
LG