د لاس رسي وړ اتصالات

زلمی خلیلزاد پر افغان سولې د بحث لپاره پاکستان ته تللی


عکس له ارشیف نه
عکس له ارشیف نه

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر افغان سولې د بحث لپاره پاکستان ته رسېدلی دی.

یوې پاکستانۍ سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې ښاغلی خلیلزاد نن یکشنبه د «جون پر دوهمه نېټه» د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره پر افغان سولې غږېدلی دی.

تر دامهاله له پاکستاني چارواکو سره د ښاغلي خلیلزاد د لیدنې جزئیات رسنیز شوي نه دي.

دا پر افغان سولې د بحث لپاره افغانستان، سیمې او اروپا ته د ښاغلي خلیلزاد اوم سفر دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي و چې ښاغلی خلیلزاد به د روانې جون تر ۱۶ مې نېټې له افغانستان، بلجیم، جرمني، قطر، پاکستان او متحده عربي اماراتو څخه لیدنه وکړي.

په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالب استازو شپږم پړاو مذاکرات د تېرې غوايي میاشتې پر ۱۹مه پای ته ورسېدل چې دواړو لورو له کومې موافقې پرته پکې د پرمختګ خبر ورکړ.

خلیلزاد او طالبانو د دوحې تېرو خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی و
خلیلزاد او طالبانو د دوحې تېرو خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی و

د دغه مذاکراتو اصلي برخه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول و.

پر همدې مهال زلمي خلیلزاد هم د خپل روان اوم سفر اصلي هدف د افغان سولې په اړه د روانو خبرو ګړندي کول بللي دي.

نوموړي ویلي، که څه هم له طالبانو سره د تېرې میاشتې خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی، خو وايي هڅه به وکړي چې دغه خبرې نورې هم ګړندۍ کړي.

زلمي خلیلزاد پر خپل ټوېټر ویلي:"په خاص ډول، لوموړى به، د سولې لپاره سيمه ييز او نړيوال ملاتړ راجلب کړم، د سولې طرحې لومړنيو دوو برخو د بشپړولو هڅه به وکړم، زه هیله من يم، کامیابۍ ته رسېدو لپاره اړتيا ده چې نورې غاړې نرمښت وکړي."

  • د طالبانو اختریز پیغام ته د خلیلزاد غبرګون

خلیلزاد پر داسې مهال د افغان سولې خبرو د ګړندي کېدو خبرې کوي چې تېره ورځ د طالبانو مشر هبت الله خندزاده پخپل اختریز پیغام کې وویل، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو به جګړې ته دوام ورکړي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده

زلمي خلیلزاد پر خپل ټوېټر ویلي، په داسې حال کې چې د سولې خبرې روانې دي د طالبانو تنده لهجه به روانې خبرې پېچلې او خنډ سره مخامخ کړي.

هغه د طالبانو د اختریز پیغام په ځواب کې ویلي:"په دغه بیان کې راغلي چې امریکا د تاوتریخوالي هڅه کوي، موږ تاوتریخوالی نه غواړو، په افغانستان کې د تاوتریخووالي کچه د منلو نه ده او موږ نه غواړو چې تاوتریخوالی نور هم زیات شي."

زلمي خلیلزاد طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې راشئ پر داسې لارو چارو کار وکړو چې تاوتریخوالی ورسره کم شي او افغان وژنه هم پای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG