د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه (مۍ اومه) وویل چې د ایران په هغو ملاتړو ډلو یې بندیزونه لګولي چې د عراق حاکمیت کمزوری کوي او ملي شتمنۍ یې زبېښي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټومي پیګټ په دې اړه په یو بیان کې ویلي: «د ټرمپ حکومت د هغو اشخاصو او ادارو په وړاندې پرېکنده اقدام کوي چې د عراق د تیلو شتمنۍ زبېښي چې په سیمه کې د ایران د رژیم ترهګري تمویل کړي. دغه شبکې د عراق حاکمیت کمزوری کوي، د عراق د خلکو ملي سرچینې لوټي او د عراقیانو او امریکایانو په ضد تاوتریخوالي ته لمن وهي.»
د بیان په اساس، په هغو کسانو کې چې بندیزونه پرې لګول شوي، د عراق د تېلو د وزارت مرستیال علي معارج البهادلي هم شامل دی، چې د ایران د رژیم او ترهګرو ملاتړو په ننګ یې د عراق د تېلو د اړولو لپاره له خپل حکومتي موقف څخه ناوړه ګټه اخیسته.
بیان وايي چې د لګولو شویو بندیزونو څخه د تېښتې د پلان د یوې برخې په توګه، د ایران تېل په ناسم ډول د عراق له تېلو سره ګډ شوي او د ایران په ګټه پلورل شوي دي.
د بندیزونو په دغه لست کې همدغه راز د «کتایب سید الشهداء» او د «عصایب اهل الحق» په نوم د ایران سره تړلیو د ملېشو ترهګرې ډلې او د تېلو هغه شرکتونه، چې دا ډلې تمویلوي، شامل دي. ویاند ټومي پیګیټ ویلي دي چې دغو ډلو د خپلو ترهګریزو فعالیتونو لپاره د عراق اقتصاد زبېښه.
ویاند وویل چې متحده ایالتونه د عراق د حاکمیت حمایت ته ژمن دی او له هغو خلکو سره به حساب او کتاب کوي، چې «زموږ په افرادو بریدونه کوي او یا د ایران د رژیم په ګټه د عراق د سرچېنو زبېښاک» کوي.