د ایران د رژیم له خوا د څو اوونیو لپاره د هرمز تنګي تر بندیدو وروسته، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (اپریل ۱۷) اعلان وکړ چې د هرمز تنګی په بشپړ ډول خلاص دی.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي که د ایران سره هوکړه ونه شي نو جګړه به بیرته پیل شي. خو هغه څرګنده کړې چې د ایران سره یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.
خو ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ چې د ایران د بندرونو محاصرې ته به تر هغه دوام ورکړي چې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ هوکړه ترلاسه شي.
هغه پر تروت سوشل د څو پیغامونو په لیکلو سره ویلي: "د هرمز تنګی په بشپړ ډول د هر ډول تجارت لپاره خلاص دی او د امریکا د سمندري ځواکونو محاصره به تر هغه دوام ولري چې ایران سره معامله سل په سلو کې پای ته نه وي رسیدلې."
ولسمشر ټرمپ ویلي دا پروسه باید ژر پرمخ ولاړه شي ځکه پر اکثریتو مواردو خبري شوي دي.
په یوه بل پیغام کې ولسمشر ټرمپ لیکلي:" ایران ژمنه کړېده چې د هرمز تنګی به نور هیڅ وخت نه تړي. نور به د نړۍ په وړاندې د وسلې په توګه نه کارول کیږي."
ولسمشر ټرمپ په یوه پیغام کې لیکي ایران د متحدو ایالتونو په مرسته، په سمندر کې ټول ماینونه لري کړي او یا هم د لري کولو په حال کې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د هرمز تنګي د پرانیستل کیدو پخلی کړی دی.
عراقچي د جمعې په ورځ اپریل ۱۷ په یوه پیغام کې لیکلي:" په لبنان کې اوربند ته په کتو هرمز تنګی د اوربند په پاتې موده کې د ټولو تجارتي کښتیو په تګ راتګ لپاره پرانیستی اعلان شوی. "
د هرمز تنګي د خلاصیدو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې ولسمشر ټرمپ د پاکستان په منځګړیتوب د امریکا او ایران په خبرو کې پرمختګ ته اشاره کړې ده.
ټرمپ د خپلو پیغامونو په دوام لیکلي چې د ایران سره په احتمالي هوکړه کې متحده ایالات به د ایران د ویجاړو شویو اټومي بټیو لاندې ویجاړیو کې چې په جون کې د امریکا د بي ۵۲ بم غورځونکونو په بریدونو کې په نښه شوي دي، ټول اټومي مواد ترلاسه کړي. ولسمشر ټرمپ د اټومي وسلو تر کچې تولید شویو یورانیمو ته اشاره کوي چې په دې مراکزو کې په نښه شوي دي.
ولسمشر ټرمپ ویلي چې د احتمالي هوکړې په صورت کې به د ایران د اټومي موادو مالکیت د امریکا سره وي.
په ورته وخت کې د امریکا پوځ د ایران پر بندرونو او د تیلو پر زیرمو څلور ورځنۍ محاصره نوره هم سخته کړه، او دا محاصره یې د هغو توکو پر نړیوال بندیز پراخه کړه چې ګومان کیږي د تهران رژیم سره د توکو ملاتړ کوي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ د "قاچاقي توکو" یو لست خپور کړی چې له مخې به یې هغه توکي ضبط شي چې د ایران سواحلو، بندرونو او د تیلو زیرمو ته روان وي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دا بندیزونه او د توکو ضبط به ممکن د هرمز تنګي او له هغه هاخوا ترسره شي، چې د امریکا پوځ ته دا واک ورکوي ترڅو د هرو هغو سمندري توکو په وړاندې خپله محاصره پراخه کړي چې ایران ته مالي ملاتړ برابروي. متحدو ایالتونو ایران د نړۍ د ترهګرۍ اصلي ملاتړی بلل شوی دی.
د امریکا د پوځي لارښوونو له مخې چې د بریټانیا د شاهي بحري ځواک د سمندري امنیت سازمان، UKMTO، لخوا خپرې شوي د ایراني تیلو سربیره، په قاچاقي توکو کې ټولې وسلې او د وسلو سیسټمونه، ټول مهمات او چاودیدونکي توکي، او هر ډول اټومي مواد، تجهیزات، یا برخې چې ایران یې د اټومي وسلو د جوړولو لپاره کارولی شي، شامل دي.
له پوځي توکو جلا، په نښه کیدونکو قاچاقي توکو کې فلزات او هغه برېښنایي توکي هم شامل دي چې د دوو موخو لپاره کارول کیدای شي.
د متحدو ایالتونو د وسله وال پوځ د لوی درستیزانو مشر جنرال ډن کین، د پنجشنبې په ورځ وویل چې امریکایي ځواکونه به د امریکا هندو -پسفیک قوماندانۍ د مسوولیت په ساحه کې هغه کښتۍ تعقیب کړي چې له محاصرې مخکې ایران څخه وتلي او ایران ته مالي ملاتړ او تېل لېږدوي.
کین وویل، له ۱۰،۰۰۰ څخه ډیر سمندري او هوایي ځواکونه او په لس ګونه بیړۍ او الوتکې د محاصرې ماموریت ترسره کوي. هغه وویل، تر اوسه پورې ۱۳ کښتۍ د دې ماموریت له خوا بېرته ګرځول شوي، او د هیڅ ډول یرغل راپور ندی ورکړل شوی.
دا محاصره د ولسمشر ټرمپ په امر د اپریل په ۱۳ پيل شوه ترڅو پر تهران فشار راوړل شي چې خبرې اترې وکړي او له خپلو اټومي موخو او نورو ناوړه فعالیتونو څخه لاس واخلي.
فورم \ دبحث خونه