د امریکا سنا جرګې د جمعې په ورځ (د اګست ۷مه) یوه طرحه تصویب کړه چې له مخې به یې پر روسیې بندیزونه زیات او د ایران پر حکومت به د بندیزونو فشار پراخ شي.
دا طرحه چې "د لیدنزي ګراهام ۲۰۲۶د روسیې او ایران د بندیزونو قانون" په نامه نومول شوې په سنا کې د ۱۱ رایو په مقابل کې په ۸۶ رایو سره تصویب شوه او اوس د استازو جرګې ته لیږل کیږي.
دا طرحه د لینډسي ګراهام له خوا وړاندیز شوې وه او د یو کال څخه د زیاتې مودې راهیسې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو لخوا پرې خبرې اترې روانې وې.
د روسیې د برخې اصلي موخه د مسکو د تیلو او ګازو عواید کمول او په اوکراین کې د جګړې لپاره د یاد هیواد د مالي منابعو محدودول دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ددې طرحې د مسودې له تصویب وروسته د امریکا له سنا څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دا اقدام به پر روسیې د فشار د زیاتوالي سره مرسته وکړي ترڅو د اوکراین پر وړاندې جګړه پای ته ورسوي.
زیلنسکي د ایکس پر ټولنیزې رسنۍ په انګلیسي ژبه په یوه پیغام کې، وویل: "موږ د متحده ایالاتو سنا او ټولو هغو کسانو څخه ډیره مننه کوو چې د اوکراین ملاتړ کوي."
د دې طرحې له مخې، د متحده ایالاتو ولسمشر کولی شي د روسیې د تیلو او ګازو د پنځو لویو پیرودونکو پر وارداتو تعرفې ولګوي. چین او هند، د روسیې څخه د خپلو انرژۍ وارداتو د حجم له امله، ممکن د دې اقدام تر اغېز لاندې راشي.
دا لایحه پر ولادیمیر پوتین، لوړپوړو روسي چارواکو، مالي موسسو، او په هغه هېواد کې د انرژۍ پر پروژو هم بندیزونه لګوي.
د امریکا د سنا لخوا تصویب شوې طرحه د روسیې د تیلو پر هغو کښتیو هم بندیزونه پراخوي چې د تیلو د صادراتو په هدف له بندیزونو څخه ځان بچ کوي.
د دې طرحې د مسودې یوه بله برخه د ایران حکومت ته ځانګړې شوې او د ایران د رژیم د انرژۍ او دفاعي سکتورونو پر وړاندې د متحده ایالاتو د بندیزونو پراختیا او غځول پکې شامل دي.
که دا طرحه په قانون بدله شي ، واشنګټن به دا واک ولري چې د ایران رژیم د دفاعي سکتور سره تړلو پانګونو، انرژۍ اړوند فعالیتونو، او ځینو راکړو ورکړو او مالي سرچینو باندې بندیزونه ولګوي.