پنټاګان: افغانستان کې د نویو عسکرو ماموریت د سفارت د کارکوونکو ایستل دي  

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي

د امریکا د دفاع وزارت ویاند وايي چې افغانستان ته د نویو استول کېدونکو امریکایي عسکرو اصلي هدف دا دی چې له کابل څخه د امریکا د سفارت کارکوونکي په خوندي ډول واېستل شي.

ویاند جان کربي د جمعې په ورځ اګست ۱۳ (زمري۲۳) په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې افغانستان ته ۳۰۰۰ عسکر یوازې په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکونکو ، افغان ژباړونکو او د هغوی د کورنیو د غړو د انتقال په برخه کې د مرستو لپاره استول کیږي.

دغه اضافي عسکر په داسې حال کې افغانستان ته استول کیږي چې طالبانو د افغانستان په جنوب کې د ځینو ولایتونو مرکزونه نیولي او راپورونه وايي چې اوس کابل ته هم نږدې شوي دي.

ښاغلي کربي وویل” مونږ غواړو چې دغه ځواکونه ژر کابل ته واستوو او د بهرنیو چارو وزارت ته د دغو انتقالاتو کافي ظرفیت برابر کړو."

نوموړي وویل طالبان په پام کې لري چې کابل د هیواد له نورو برخو منزوي کړي، خو په نژدې وخت کې په کابل باندې د مستقیم برید ګواښ نه لیدل کیږي.

بریتانیا او کاناډا هم د خپلو اتباعو د انتقالولو لپاره افغانستان ته عسکر لیږي. ډنمارک ویلي چې د موقت وخت لپاره په کابل کې خپل سفارت تړي. او جرمني د خپل سفارت د کارکونکو شمیر بیخي زیات کموي.