د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې ژمي کې د لوږې بحران مخ په زیاتېدو دی

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې په سږني ژمي کې ۱۷ میلیون خلک د خوړو له شدید کموالي سره مخامخ دي او لوږه او خوارځواکي مخ په زیاتېدو دي.

دغه سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د خوراکي موادو د برابرولو لپاره ۴۶۸ میلیون ډالر مرستو ته اړتیا لري.

ډبلیو اف پي په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته څلور میلیون ماشومانو ته په اشارې ویلي دي که د دغو ماشومانو درملنه ونه شي، په ژمي کې یې د مړینې احتمال زیاتېږي.

په افغانستان کې د دغه سازمان مشر جان ایلیف د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۶ په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د خوړو نړیوال پروګرام له څو میاشتو راهېسې په افغانستان کې د بشري بحران د زیاتېدو د نښو نښانونو په اړه خبرداری ورکوي او په دې اړه نوې شمېرې زموږ اندېښنه تائیدوي.»

نوموړي خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ماشومانو مړینه زیاته شوې او دا وضعیت به په راتلونکو میاشتو کې نور هم خراب شي.

ایلیف په افغانستان کې روانه وچکالي، چې له کبله یې نیم هېواد زیانمن شوی، بیکاري، کمزوری اقتصاد، وروستۍ زلزلې او له کبله یې د لسګونه زره کسانو بې ځایه کېدل او له پاکستان او ایران څخه د څه باندې ۲.۵ میلیون افغان کډوالو راستنېدل په افغانستان کې عمده ستونزې یادې کړې دي.

هغه ویلي دي چې په افغانستان کې د بشري کړکیچ په زیاتېدو سره له دغه هېواد سره بشري مرستې هم کمې شوې او میلیونونه انسانان له لوږې او خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

ایلیف ویلي دي: «اړتیا ده چې د افغانستان کړکیچ یو ځل بیا د خبرونو سرټکي شي چې اسیب پذیره افغانانو ته پام واوړي. باید د افغانستان د خلکو تر څنګ، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره حیاتي مرستو ته اړتیا لري، ودرېږو.»