د بخښنې نړیوال سازمان وایي، ایران او پاکستان یوازې په ۲۰۲۵ کال کې څه باندې ۲.۶ میلیونه افغان کډوال او پناهغوښتونکي په ناقانونه او په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د راپور له مخې، شاوخوا ۶۰ سلنه هغه کسان چې سږکال افغانستان ته ستانه شوي، ښځې او ماشومان دي. د راپور په وینا، زرګونه نور افغانان هم له ترکیې او تاجیکستان څخه شړل شوي دي.
دغه راپور وایي، د افغانانو جبري ستنول په داسې حال کې کېږي چې افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ دی، وروستیو طبیعي پېښو دا وضعیت لا پسې خراب کړی او طالبانو پر بشري حقونو خپل محدودیتونه نور هم سخت کړي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کوي چې د نړیوالو قوانینو له مخې هېڅ هېواد حق نه لري چې خلک هغه ځای ته په زور واستوي چې د جدي بشري حقونو د سرغړونو له خطر سره مخ وي.
دا اصل د “نهستنېدو” یا Non-refoulement په نوم پېژندل کېږي.
په راپور کې راغلي چې یو شمېر اروپايي هېوادونه هم د افغانانو د جبري ستنولو هڅې زیاتوي. د رسنیو د راپورونو له مخې، جرمني، اتریش او اروپايي ټولنه له طالبانو سره د افغان کډوالو د ستنولو لپاره خبرې کوي.
د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مشرې، سمریتي سنګ، وویل: "سره له دې چې د طالبانو لهخوا د بشري حقونو ځپل مستند شوي، یو شمېر هېوادونه لکه ایران، پاکستان، ترکیه، تاجیکستان، جرمني او اتریش هڅه کوي افغانان داسې هېواد ته وشړي چې په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او د انتقادي غږونو پر وړاندې، سرغړونې پراخې او سیستماتیکې دي."
نوموړې زیاته کړې چې دا چاره هغه لاملونه له پامه غورځوي چې ولې افغانان له خپل هېواد څخه تښتېدلي وو، او دا د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
د راپور له مخې، د طالبانو تر واک لاندې ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه په سیستماتیک ډول ګوښه کړای شوې دي.
نجونې له ۱۲ کلنۍ وروسته له زده کړو منع دي، ښځې د کار، ازاد تګ راتګ او د نظر څرګندولو حق نه لري، او ورته د محدودو استثناوو پرته، د ملګرو ملتونو او نادولتي بنسټونو سره د کار اجازه هم نه ورکول کېږي.
د بخښنې نړیوال سازمان وایي، هغه کسان چې له پخواني حکومت سره یې کار کړی، د امنیتي ځواکونو غړي، خبریالان او د بشري حقونو فعالان، د توقیف، شکنجې او حتی هدفي وژنو له خطر سره مخ دي.
راپور زیاتوي چې، سره له دې چې ښځې او نجونې په افغانستان کې له سخت تبعیض سره مخ دي، بیا هم په لوی شمېر بیرته هیواد ته ستنېږي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له پاکستانه له ورستانه شویو څخه نیمایي او له ایرانه شاوخوا ۳۰ سلنه ستنېدونکي ښځې او نجونې دي.
طالبانو، د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته، په افغانستان کې د ښځو او نجونو په کار، تعلیم، سیاسي او دا ډول نورو مشارکتونو بندیزونه ولګول. یوناما او نورې نړیوالې ادارې دا بندیزونه غندلي او د لېرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان له ټولو هېوادونو غواړي چې سمدستي د افغانانو جبري ستنول ودروي، د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي، او د افغانو ښځو، نجونو، خبریالانو، پخوانیو دولتي کارکوونکو او له خطر سره مخ نورو کسانو لپاره د بیا مېشتېدو لارې چټکې او پراخې کړي.
فورم \ دبحث خونه