کومې غذاوې جنسي قوت پیاوړی کوي؟

یو شمېر کسان په دې باور دي چې جنسي ستونزې ډېر کله د غذايي موادو د کمښت او یا د ځينو غذاو د نه خوړلو او یا کمو خوړلو له امله رامنځته کیږي، له دې امله یو شمېر معتبرو منابعو د هغو غداو په اړڅېړنې کړی چې خوړل یې د انسانانو د جنسي پیاوړتیا لامل ګرځي.

د غذایي موادو څېړونکو یو شمېر هغه غذايي مواد معرفي کړي چې خوړل یې د انسانانو د جنسي قوت زیاتېدو سره مرسته کوي.

  • کنجدي:د انتي اکسیدانتي قوي خاصیت لري او تناسلي الو ته د وینې جریان په چټکۍ سره رسوي، دغه مشهوره غذايي دانه د فینول کیمیاوي ترکیبونو په لرلو سره انسان پر جوش او مست ساتي، ددې ترڅنګ کنجدي د هورمون او استروجن کیمیاوي موادو په لرلو سره د مکروب، ویروس او سرطان ضد خاصیت لري.

کنجدي د انتي اکسیدانتي قوي خاصیت لري

د تر سره شوو څېړنو په اساس کنجدي د شحمي او میګا۳ اسیدونو په لرلو سره د زړه، رګونو او شهوت د فعالیت ښه کېدو سبب ګرځي، کنجدي همدارنګه د ارجینین پروتین د ترکیب په لرلو سره د وینې جریان ښه کېدو سبب ګرځي او سپرم ښه ساتي.

  • صدف خواړه:دغه سمندري غذا زینک څخه ډکه ده، هغه منرال چې دجنسي سلامتیا لپاره ډېر مهم بلل کیږي، زینک په بدن کې د تستوستیرون هورمون په تولید کې مرسته کوي، د علمي څېړنو په اساس دغه هورمون د جنسي پیاوړتیا سبب ګرځېدلی او همدارنګه د تایراید هورمونو په تولید کې چې د بدن انرژي تنظیم کوي هم مرسته کوي.

د علمي څېړنو په اساس دغه هورمون د جنسي پیاوړتیا سبب ګرځېدلی

دغه مشهور سمندري خواړه له ډير وخت راپدېخوا د یاد تاثیر له امله زیات کارول کیږي.

  • د کډو خسته: د زیات اندازې زینک، مګنیزیم، د وینې فشار ضد مغذیاتو په لرلو سره د زړه سلامتیا تضمینوي چې دا ټوله د انسان پر جنسي سلامتیا هم تاثیر کوي.

علمي څېړنو ښودلې چې د کډو په خسته کې د شحمي تېزاب او میګا۳ په موجودیت سره د زړه د سلامتیا، د یو شمېر نسايي تکلیفونو او د نارینوو د پروستات غدې په فعالیت کې هم ګټوره ثابته شوې ده.

د کډو خسته:او د نارینوو د پروستانت غدې په فعالیت کې هم ګټوره ثابته شوې ده

  • د انار دانه: له فینول پولي څخه ډکه ده، دا هغه کیمیاوي مواد دي چې د وینې د لوړ فشار، زړه ناروغیو او سکتې د خطر کمېدو لامل ګرځي، داسې انګېرل کیږي چې پولي فینولونه د ویني رګونو د استراحت لامل ګرځي او د وینې جریان کې د مغز، زړه او تناسلي الو ته د ښه کېدو سبب ګرځي.

د انارو په دان کې د پولي فینول موجودیت د بدن د دفاعي سیستم د تقوې سبب ګرځي، او همدرانګه د مصروف کوونکو خُلق او طبعیت هم خوشاله ساتي، د علمي څېړنو له مخې د انارو په دانو کې موجود ویټامینونه په ځانګړي ډول ویټامین سي د استرس کمېدو سبب ګرځي او جنسي مقامت قوي کوي.

د انار په دانو کې د پولي فینول موجودیت د بدن د دفاعي سیستم د تقوې سبب ګرځي

  • اوکادو:چې د تمساحي په نوم سره هم مشهوره ده، دغه مېوه له ویټامین «اي» څخه ډکه ده، د انتي اکسیدانتي قوي خاصیت لري د وینې رګونو په نرمولو، د زړه او رګونو ناروغیو د خطر په کمولو کې مرسته کوي.

همدارنګه په اوکادو کې د پتاشیم موجودیت د شهوت او جنسي قوت پیاوړي کېدو سبب ګرځي، د علمي څېړنو له مخې اکادو کارول همدرنګه د سپرم د «ډي این، اې» د تخریب مخه هم نیسي.

د وینې رګونو په نرمولو، د زړه او رګونو ناروغیو د خطر په کمولو کې مرسته کوي.

خو غذايي څېړونکې سپارښتنه کوي چې اکادو دې خام یا اوم وخوړل شي، ځکه حرارت ورکول د هغه غذايي ارزښت کموي.

له دې سره سره چې د دغو غذاو خوړل دانسان د بدن په ځانګړي ډول د زړه او رګونو د سلامتۍ لپاره ګټور بلل شوي پوهان سپارښتنه کوي چې په خوړلو کې باید احتیاط وشي او زیات ونه خوړل شي، کیدایشي ځينې نورې ستونزې هم رامنځته کړي.