د لاس رسي وړ اتصالات

د امیندوارۍ د مخنیوي لپاره نارینو ته جوړ شوي درمل "مصون دي"


هغه درمل چې نارینه یې د خپلو ماندینو د امیندوارۍ د مخنیوي لپاره خوري وروسته له گټورو ازموینو ثابته شوې چې هیڅ ډول جانبي اغیزې نه درلودې.

دغه درمل د نارینو په بدن کې د سپرم د تولید د کمیدو سبب کیږي.

د امریکا د اندوکراین انجمن یا "اندو ۲۰۱۹" کلنۍ غونډې ددغو درملو د ازمایلو د لومړني پړاو له ارزونو وروسته هغه بې ضرره او مصؤن اعلان کړل.

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې ددغو درملو لومړنی ازمایشي پړاو یواځې د درملو د مصونیت په اړه د لومړنیو معلوماتو راټولول وو نه د هغې د گټو ازمایښت.

لږ تر لږه ٣٠ نارینه د ٢٨ ورځو لپاره په ازمایښتي توگه دغه درمل خوړلي دي او ولیدل شول چې د هغوی په بدن کې د سپرم د تولید کچه راټیټه شوې ده.

نوې څیړنه د ازمایښتي دورې لنډوالي ته په اشارې ویلي دي چې د نارینو په بدن کې د سپرم په تولید باندې ددې درملو بشپړ اثر ښایي له ٦٠ نه تر ٩٠ ورځو پورې وخت ونیسي.

پوهان همداشان پدې هم پوه شوي دي چې ددې درملو د قطع کولو وروسته د هغې تاثیر له منځه ځي او د سپرم تولید د هغو نارینو په بدن کې چې په ازموینه کې یې گډون کړی و په معموله او عادي بڼه بیرته جریان پیدا کړی و.

ددې څیړنې نتیجو ښودلې ده چې په څیړنه کې د گډون کوونکو نارینو د جنسي فعالیت قوت هیڅ ډول ندی راټیټ شوی او یواځې په سلو کې ١٧ فیصده د یو شمیر کسانو جنسي میل کم شوی و او همداشان اوه فیصد کسان لږ شان د "نعوظ" له ستونزو سره مخامخ شوي وو.

دغه تحقیقاتي ډله چې د امریکا د واشنگټن ایالت د پوهنتون د طب پوهنځي له خوا رهبري کیږي په پام کې لري چې پدې هکله پراخې څیړنې وکړي.

XS
SM
MD
LG