د لاس رسي وړ اتصالات

د ویټامین تابلیټونه – گټور که مضر؟


غذایي کاملونکي مواد
غذایي کاملونکي مواد

د جنسي قوت د زیاتوالي او یا د بدن د وزن د کموالي لپاره د درملو اعلانونه ښایي اکثرو خلکو لوستلي او یا هم د تلوزیون په پردو لیدلي وي چې وایي ددې ډول درملو استعمال "گټور او بې ضرره" دي.

یوه نوې څیړنه چې "د امریکا د طبي انجمن په ژورنال"کې خپره شوې ده پدغه ډول محصولاتو کې د یو ډول موادو د شتون خبر کوي چې ددې رپوټ په بنسټ "د عامه روغتیا جدي اندیښنه" یې رامنځ ته کړې ده.

پوهانو پدې څیړنه کې د ٢٠٠٧ نه تر ٢٠١٦ کلونو پورې لږ تر لږه ۷۷۶ ډوله د ویټامینو او د تقویې تابلیټونه په نښه کړي چې په کې پټ مضر مواد موجود وو. پدغو تابلیتونو کې شاوخوا ۴۶ فیصده یې د جنسي قوت، ۴١ فیصده یې د وزن د کمولو او ١٢ فیصده نور یې د عضلاتو د لویولو مواد وو.

د غذا د دغه کاملونکو موادو څخه په یو شمیر کې یې د "داپوکسیتین" په نامه د خپگان ضد درملو شتون چې په متحده ایالاتو کې منع شوي د پوهانو د اندیښنې یو عامل دی.

همداشان "سلدنافیل" چې د نارینو د جنسي قوت د درملو اصلي مواد دي پدغو محصولاتو کې لیدل شوي چې د لوړ فشار لرونکو او قلبي ناروغیو اخته کسانو لپاره یې استعمال په جدي توگه زیان رسونکی گڼل کیږي. یا هم د چاغۍ ضد خوراکي توکیو کې "سیبوترامین" موجود و. سیبوترامین د هغو جدي خطرونو په وجه چې زړه او رگونو ته یې پیښوي په ٢٠١٠ کې په امریکا کې د منع شویو درملو په لست کې شامل شوي.

غذایي کاملونکي مواد که څه هم چې د درملو او تابلیتونو او کپسول په ډول جوړیږي، درمل ندي او په حقیقت کې ویټامین لرونکي خوراکي توکي، منرالونه او د بوټو نه جوړ شوي محصولات دي چې اکثربازار ته له وړاندې کیدو دمخه یې مصونیت او گټورتیا په هیڅ ډول ندي ازمایل شوي.

اټکل کیږي چې د امریکا نیمایي خلک د غذا ددغو کاملونکو موادو له یو ډول نه استفاده کوي. څیړونکي اټکل کوي چې اوس ددغو محصولاتو د تولید او خرڅلاو کارو بار د ٣٥ میلیاردو ډالرو په ستر صنعت بدل شوی دی.

له دې ټولو سره سره، د امریکا د متحده ایالاتو د غذا د علمي شورا مرستیاله چې د غذا د تکمیلونکو موادو د تنظمولو مسولیت یې په غاړه دی استدلال کوي چې ددغو موادو په ٨٠ زره ډولو کې د ٧٧٦ تقلبي محصولاتو شتون جدي دی، خو ډیر پراخ ندی.

دغه نوې څیړنه همداشان څرگندوي چې تقریباً ددغو ټولو درملونو په شا باندې لیکل شوي چې "بشپړه طبیعي او بې ضرره دي"، پداسې حال کې چې استعمال یې د هغه چا لپاره چې صحي ناروغۍ لري کیدای شي جدي ستونزې وزیږوي.

څیړنه سپارښتنه کوي چې د غذا د تکمیلونکو موادو د خپلسري او غیر ضروري استفادې نه دې ډډه وشي او په ځانگړې توگه هغه کسان چې په نورو ناروغیو اخته دي ددغه ډول دوا گانو له استعمال دمخه دې د خپل ډاکتر سره مشوره وکړي.

XS
SM
MD
LG