سپینه ماڼۍ: د طالبانو په مشرۍ حکومت مو ندی تائید کړی

سپینې ماڼۍ د چهار شنبې په ورځ سپټمبر اتمه (وږې ۱۷) وویل د امریکا متحده ایالتونو په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت تائید کړی ندی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وویل، د طالبانو په مشرۍ حکومت، یو سرپرست حکومت دی او د هغوې په وینا:‌" د امریکا د ملي امنیت د ټیم په ګډون ددغه هیواد د حکومت هیڅ یوه غړي داسې یو وړاندیز ندی کړی چې طالبان د نړیوالې ټولنې ارزښتناک او د درناوي وړ غړي دي."

د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړه، طالبانو تر اوسه داسې یو موقعیت ندی کسب کړی او له طالبانو څخه د امریکا د حکومت برداشت هم په دې ډول ندی.

دا په داسې حال کې ده چې سپینې ماڼۍ دوه ورځې مخکې اعلان وکړ چې متحده ایالات د طالبانو د حکومت د رسمیت پيژندلو لپاره بیړه نلري او په دې برخه کې د واشنګټن هر ډول اقدام به د طالبانو د اعمالو پورې اړه ولري.

سپینې ماڼۍ دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چې طالبانو خپله کابینه چې ټول پکې د یادې ډلې جګپوړي غړي دي، اعلان کړه، په کابینه کې د میرمنو لپاره نه یوازې هیڅ څوکۍ نشته بلکې د ښځو چارو وزارت هم له منځه تللی دی.

د طالبانو د حاکمیت په اړه د پاکستان او روسیې موقف

خو د امریکا د متحده ایالتونو رقیب هیواد روسیه چې اوس هم طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه تلقي کوي، د هغوی د حکومت د لوړي په مراسمو کې یې د خپل استازي د ګډون خبر ورکړی دی.

د روسیې د ټاس خبري آژانس د راپور له مخې، د یاد هیواد د علیا مجلس مشرې ولنټینا مټوي ینکود چهار شنبې په ورځ وویل، د طالبانو د حکومت د لوړي په مراسمو کې به د سفارت په کچه ګډون وشي.

میرمن مټوی ینکو وویل ښايي چې د لوړي په مراسمو کې په کابل کې د روسیې سفیر او یا هم د سفارت کوم بل چارواکی برخه واخلي، او مسکو به له دې څخه کوم بل جګپوړی استازی دې مراسمو ته ونه لیږي.

بلخوا پاکستان چې د افغانستان د تیر حکومت له خوا د طالبانو اصلي ملاتړی بلل کیده، په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت څخه په احتیاط هرکلی کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ، د یوې خبرپانې په خپرولو سره وویل چې اسلام اباد هیله من دی په افغانستان کې نوی سیاسي جوړښت په هغه هیواد کې د سولې، امنیت او ثبات لپاره د هڅو د همغږي کیدو لامل شي او د خلکو بشري او پراختیاي اړتیاوو ته ځواب ووایي.