د لاس رسي وړ اتصالات

محمد اشرف غني: چمتو یم د پيسو د لیږد د ادعاوو په اړه څیړنې راڅخه وشي


د افغانستان پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني په خپل تازه بیان کې د افغانستان له خلکو څخه د بښنې د غوښتلو سربیره، د ځان او د خپلې کورنۍ د مالي کارنامې دفاع کړېده.

ښاغلي غني چې د اګست په ۱۵ نیته له افغانستان څخه ووت او متحده عربي اماراتو ته ولاړ، د چهار شنبې په ورځ، اګست اتمه (وږې ۱۷) د یو بیان په خپرولو سره هغه ادعاوي بې اساسه وبللې چې ویل کیږي هغه له افغانستان څخه یې د وتلو پرمهال په میلیونونو ډالره وړي دي. نوموړي وویل:" دا تورونه په بشپړ ډول درواغ دي."

د افغانستان پخواني جمهور رئیس ویلي دي چې د ۱۹۹۰ لسیزې په شان د کوڅه په کوڅه جګړې او وینې تویدنې د مخنیوي په هدف له هیواد څخه وتلو ته اړ شو. ښاغلي غني په دې بیانه کې چې په خپله ټویټر پاڼه یې خپره کړې ویلي:"د کابل څخه وتل زما د ژوند تر ټولو سخته پریکړه وه، خو باور لرم چې دا د ټوپک د غږ د نه اوچتیدو، د کابل د محافظت او د شپږو میلیونو اتباعو د ساتل کیدو لپاره شوېده."

د روسیې د دولتي رسنۍ په ګډون یو شمیر رسنیو خبر ورکړی چې ښاغلي غني د جمهوري ریاست څخه د وتلو پرمهال ۱۶۹ میلیونه ډالر له ځانه سره وړي دي، هغه ادعا چې په تاجکستان کې د افغانستان سفیر هم تائید کړېده.

ښاغلي غني ویلي دي چې له افغانستان به په بیړني شکل د وتلو په اړه په نږدې راتلونکې کې مفصل جزیات ورکړي، خو نوموړي ویلي دي:" اوسمهال باید بې بنسټو ادعاوو ته رسیدګي وشي چې ویل کیږي ما د کابل څخه د وتلو پرمهال د افغانستان د خلکو په میلیونو ډالره وړي دي."

ښاغلي غني ویلي دي چې دی او میرمن یې د افغانانو د ملکیت په اړه ریښتیني دي او خلکو ته یې خپله ټوله سرمایه روښانه کړېده. هغه چمتوالی ښودلی چې ملګري ملتونه او یا هم کوم بل خپلواک مفتش د هغه د مالي حسابونو او جایدادونو په اړه څیړنې وکړي.

د غني د کار پای پر افغانستان د طالبانو د واکمنیدو بیا پیل وو او نوموړي له دې چې ونکړای شول کلک ملاتړ وکړي، د افغانستان له خلکو بښنه وغوښته.

سره له دې چې د افغانستان پخواني جمهور رئیس په رسمي ډول خپله استعفا نده اعلان کړې، د طالبانو د سرپرستې کابینې په اړه چې یوه ورځ مخکې اعلان شوه هم هیڅ څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG