د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغان میرمنې نغواړي "حذف" شي


د ملګرو ملتونو د میرمنو څانګې له نړیوالې ټولنې څخه په افغانستان کې د تیرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو د ساتلو غوښتنه کړیده.

د ملګرو ملتونو د میرمنو څانګې د چهار شنبې په ورځ اګست ۸ (وږې اولسمه) د طالبانو د حکومت په موقته کابینه کې د میرمنو په نشتون ژوره خواشیني ښودلې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د میرمنو د برخې مرستیالې الیسن داودین له کابل څخه خبریالانو ته د ویډیو کنفرانس له لارې وویل:" دا د نه منلو وړ ده چې نړیواله ټولنه دا ومني چې میرمنې په حکومت کې ګډون ونلري." هغې زیاته کړه:" نه یوازې د افغانستان بلکې د هر هیواد لپاره."

طالبانو د سه شنبې په ورځ اګست ۷ خپله موقته کابینه اعلان کړه، هغه ډله چې د نولس سوه و شپږ نیوې تر دوه زرم کاله پورې پر میرمنو د سختو قیوداتو د وضع کیدو له امله مشهوره وه، د‌ طالبانو په اعلاان شوې کابینه کې یوازې نارینه لیدل کیږي او د ښځو چارو وزارت هم په لست کې نشته.

میرمن داودین وویل:"د میرمنو حقونو ته درناوی د هرې حاکمې ادارې یو جدي امتحان دی او دې ته په کتو د هر حکومت قضاوت باید وشي."

د ملګرو ملتونو د سازمان دې مسولې زیاته کړه، طالبانو د خپلې کابینې په اعلان سره هغه مهم فرصت له لاسه ورکړی چې نړۍ ته وښيي هغوی واقعا د یوې همه شموله او هوسا ټولنې رامنځ ته کیدو ته ژمن دي.

د ملګرو ملتونو د میرمنو څانګه د څه باندې یوې لسیزې راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او په کابل او پنځو ولایتونو کې کابو ۷۵ سیمه ایز او نړیوال کارکوونکي لري.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکې وایي، د مدنې ټولنې له میرمنو، د بشري حقونو د مدافعینو او رهبرانو څخه د هغوی پراخه جوړه شوې شبکه د خپلو حقونو په اړه اندیښنه لري او ویره لري چې میرمنې به د نارینه له ملتیا پرته د کار کولو اجازه ونلري.

د افغان میرمنو مبارزه

د تیرې یوې اوونۍ راهیسې افغانې میرمنې سړکونو ته راوځي او د خپلو حقونو غوښتنه کوي.

میرمن داودین زیاته کړه:"موږ وینو چې افغانې میرمنې په بیلابیلو برخو کې مظاهرې کوي او خپل حقونه غواړي، هغوی نغواړي چې له صحنې لري شي."

د ملګرو ملتونو دې چارواکي له نړویالې ټولنې وغوښتل چې د ترلاسه شویو لاسته راوړنو د ساتلو په هدف دې د میرمنو له خوا رهبري کیدونکو سازمانونو مالي ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG